د یر کې د اورپکو او پولیسو نښته پای ته ورسېده

Image caption پولیسو سپلم تنګي سیمه کې چانيز عملیات کول، چې نښته پیل شوه.

د خیبر پښتونخوا په بونیر کې د پولیسو او وسله والو توند لارو تر منځ نښته پای ته ورسېده.

ځايي پولیس چارواکي وايي، جګړه تېره شپه ( ۲۱ جون) ناوخته پیل شوه، خو د دوی په وینا اوس پای ته رسېدلې.

د پولیسو په وینا نښته کې دوه وسله وال او یو پولیس افسر وژل شوي دي.

ناوه ګۍ پولیسو بي بي سي ته وویل، چې پولیسو سپلم تنګي سیمه کې چانيز عملیات کول، چې نښته پیل شوه.

د دوی په وینا د عملیاتو پر مهال وسله والو پر پولیسو برید وکړ.

ویل کېږي، چې وژل شوی وسله وال کس د بونیر د ډېرۍ سیمه اوسېدونکی دی، خو د دویم کس پېژندګلوي تر اوسه نه ده شوې.

د خېبر پښتونخوا ایالت په بونیر، دیر او سوات سیمو کې د ناامنۍ پېښې غیر عادي نه دي.

دا وروستیو کې دغه سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د حکومت پلوه (امن لشکر) مشر فاتح خان په ګډون ۶ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

ویل کېږي، چې برید ډګرطبي مرکز ته څېرمه د فاتح خان پر دفتر شوی وو. وژل شویو کې د فاتح خان درې ساتونکي او یو لاروی هم شامل وو.

بونیر له سوات درې سره ګډه پوله لري، چې د پاکستان پوځ په کې په ۲۰۰۹ کال د طالبانو ضد عملیات وکړل.

وړاندې په دغه سیمه کې اورپکو بریدونه کړي دي.

ورته مطالب