پېښور جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

Image caption موټر سایکل سپرو کسانو د پولیس افسر امان الله پر ګاډي سعید اباد کې ډزې وکړې.

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د ځايي پولیسو په وینا دوو بیلو پېښو کې د یوه پولیس افسر په شمول درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا لومړۍ پېښه د دوشنبې په سهار سعید اباد سیمه کې رامنځ ته شوه، چې نامعلومو وسله والو د ترافیکو یوه افسر ( ډي ایس پي) امان الله پر ګاډي ډزې وکړې.

د ډزو په پایله کې پولیس افسر او ډرېور یې ووژل شول.

د پولیسو په وینا بریدګر پر موټر سایکل سپاره وو او وتوانېدل، چې له سیمې وتښتي.

د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزي په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښور کې له څه مودې راهیسې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په رډه رڼا ورځ برالا بریدونه ډېر شوي، چې تر اوسه په کې ډېر کسان وژل شوي دي.

بل لور، پېښور ته نژدې مترا سیمه کې یوه جومات ته څېرمه چاودنه شوې، چې په کې یو سړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د چاودنې له کبله جومات ته هم یو څه زیان اوښتی.

د مترا سیمې ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې نامعلومو کسانو د تیرای پایان سیمې جومات کې تېره شپه( جون ۲۳ )چاودیدونکي مواد نصب کړي وو.

د دوی په وینا د جومات خادم کوښښ کاوه، دغه مواد له جومات لرې کړي، چې وچاودېدل، خادم یې وواژه او یو بل سړی یې ټپي کړ.

ورته مطالب