کوټه کې نامعلومو کسانو په ډزو شپږ کسان وژلي

Image caption د وژل شویو کسانو خپلوانو روغتون کې احتجاج وکړ.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د هزاره ګانو څلور کسان وژل شوي دي.

د ډزو دغه پېښه د دوشنبې په ماښام له روژه ماتې لږ مخکې پېښه شوه. د کوټې پولیسو مشر میر زبیر محمود بي بي سي ته وویل، چې الکترونیکي سامان پلورونکی رضا له خپلوانو سره ګاډي کې کور ته پر لاره و، چې پرې د کلاشنکوف ډزې وشوې او ووژل شو.

دغه پېښه مسجد روډ سیمه کې وشوه، چې په کې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

له دې پېښې څلور ساعته وروسته خدایداد روډ سیمه کې د جوسو پر یوه دوکان نامعلومو کسانو ډزې وکړې، چې په پایله کې دوه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د وژل شویو کسانو خپلوانو روغتون کې احتجاج وکړ. د دې پېښې سبب معلوم نه دی، خو د مسجد روډ سیمې پېښې په باب ویل کېږي، چې د فرقه ییز تاوتریخوالي نتیجه وه.

د ځايي شیعه ګانو تنظیمونو د یوه ورځني ویر اعلان کړی. بلوچستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د فرقه ییز تاوتریخوالي یوه لړۍ پیل شوې، چې په کې اکثر ځايي هزاره ګان په نښه کېږي.

د هزاره ګانو ځايي تنظیمونو د پاکستان سترې محکمې ته ۲۰۱۲ کال کې دغه ډول پېښو کې د وژل شویو کسانو یو نوملړ وړاندې کړی، چې له مخې یې ویل کېږي تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ هم پاکستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې ۳۲۰ کسه شیعه ګان په نښه شوي دي.

ورته مطالب