د پاکستان يو جګپوړی طالب قوماندان وايي پر ملالې بريد بوږنولی

Image caption تېره جمعه په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خبرو پر مهال دې وويل کتابونو او قلمونو توندلارن وېرولي دي.

د پاکستاني طالبانو يوه جګپوړي مشر ويلي په تېر اوکتوبر کې پر ملالې يوسفزۍ نژدې مرګوني بريد له امله بوږنېدلی دی.

وروسته له هغه چې ملاله په سر په ډزو وويشتل شوه، په نړيواله کچه د طالبانو غندنه وشوه.

عندنان رشيد ملالې يوسفزۍ ته په يوه ليک کې بښنه نه ده غوښتې، خو ويلي يې دي کاشکي دغه بريد "هېڅ نه وی شوی".

دی دا داوه هم کوي ګواکې دغه ډزې د نجونو پوهنې لپاره د ملالې مبارزې ته په ځواب کې نه دي شوې، بلکه ځکه چې دې د طالب ضد "نوم بدونې مبارزه" کوله.

ملاله – چې د نوبل سولې جايزې ته يوه سياله بلل کېږي – د دې درناوی يې ګټلی چې د پوهنې مسئلې ته يې د نړيوالو پام راوګرځاوه.

تېره جمعه په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خبرو پر مهال دې وويل کتابونو او قلمونو توندلاري وېرولي دي.

دې ان "د طالبانو او ترهګرو زامنو او لوڼو په ګډون" د ټولو لپاره د پوهنې برابرولو هڅونه وکړه.

خبريالان وايي د رشيد ليک په داسې يو نظر سره د رسنيو پام وراړولو يوه روښانه هڅه وه چې په ملګريو ملتونو کې د ملالې وينا اغېز مقابله پرې وکړي.

"د ورورۍ احساس"

د دغه ليک يوه نسخه د بريتانيا (چنل ۴) ټلوزيون او نورو خبري سازمانونو ترلاسه کړې ده.

رشيد چې وايي "خپل شخصي توان" کې دا ليک ليکي، ويلي د ملالې پر وړاندې يې د "ورورۍ" احساس کړی، ځکه چې دوی د "يوه يوسفزي ټبر" سره تړلي دي.

خو ده له دې خبرې ډډه کړې چې دغه بريد دې ناسم عمل وي، او ويلي يې دي د دې قضاوت چې دا کار سم او که ناسم و، بايد خدای ته پرېښودل شي.

رشيد وايي لومړی ځل يې چې د ملالې له کاره اورېدلي، هغه وخت و چې دی په زندان کې و، کله چې بي بي سي اردو د دې له خوا ليکل شوي ورځني يادښتونه خپاره کړل.

دی وايي کاشکي د دې توان ورسره وی چې له بريد وړاندې يې دې ته "نصيحت" کړی وی، او دغه بريد يې يوه پېښه بللې ده.

رشيد د خپل ليک پای کې ملالې ته ليکلي "بېرته ټاټوبي ته راستنه شه، اسلامي او پښتون کلتور غوره کړه او کومه اسلامي مدرسه کې شامله شه، خپل قلم وکاروه او د هغه لږکي غوره پوړ توطيه راوسپړه چې غواړي ټول بشريت غلام کړي".

د ملالې کورنۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دوی له دغه ليک خبر وو، خو په مخامخ ډول نه دی ور رسېدلی، او نه غواړي څه تبصره پرې وکړي.

د تېر اوکتوبر له بريد وروسته ملاله درملنې لپاره له پاکستان نه بريتانيا ته ولېږدول شوه، او اوس د انګلستان برمنګم کې اوسېږي.

په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خپل عمر ۱۶ مې کليزې پر مهال وينا له بريد وروسته د دې لومړۍ عامه څرګندېدا وه.

ملالې خپلې دغې وينا کې وويل دا د ښځو حقونو لپاره ځکه مبارزه کوي، چې "د نورو پر تله دوی ډېرې ځورېږي".

ورته مطالب