کرک: "پرته له محرمه دې ښځې سودا ته نه وځي"

Image caption د کرک پوليسو ويلي هېڅوک حق نه لري چې د چا ازادي سلب کړي

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ کرک کې پوليسو د ديني عالمانو هغه پرېکړه د قانون خلاف بللې چې ښځې بايد پرته له محرمه سودا ته ونه وځي.

تېره ورځ په کرک سيمه کې د دينی عالمانو يوه غونډه وه چې د دغه ځای د سر سر عالمانو په کې ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو بي بي سي ته ويلي هر کال د روژې په مياشت کې په کرک کې سلګونه ښځې پرته له محرم نه بازارونو ته د سودا اخيستو په نیت وځي او د دوی په خبره دا په سيمه کې بې حيايي خپروي.

دوی ويلي په بازارونو کې په يوازې سر د ښځو داسې ګرځېدل نه يوازې چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې په پښتني دود کې هم د دې اجازه نه شته.

دوی ويلي بازار ته تلونکې ښځې حجاب نه مراعتوي او په وينا يې دا چاپيريال خرابوي.

يوه ديني عالم مير زقيم ويلي، پر ښځو د دې بنديز ستاينه هټۍ والو او عامو خلکو هم کړې او په دې اړه له ځايي چارواکو سره هم خبرې شوې دي.

بل خوا د کرک پوليسو مشر عتيق الله خان وزير پر ښځو دا ډول بنديز غير ضروري او د قانون خلاف بللی دی.

ده ويلي عالمانو ته دا حق نه شته چې په چا بنديز ولګوي او يا حکم صادر کړي:

"که کومه ښځه او يا نارينه د بې حيايي کوم جرم وکړي په هېواد کې قوانين شته، چې له مخې يې پر ضد ګام پورته کېږي. خو هېچا ته دا حق نه ورکول کېږي چې په چا حکم وکړي او د چا پر ضد پرېکړه وکړي."

ښاغلي وزير ويلي د هېواد هر وګړی په هر ځای کې کولای شي په ازادانه ډول وګرځي هغه که ښځه وي که نارينه او چا ته دا جازه نه شته چې د يوه هېوادوال ازادي سلب کړي.

بل خوا د بشري حقونو ډلو او د ښځو ډلو د عالمانو دغه پرېکړه غندلې او د دوی پر ضد يې د قانوني ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب