پاړا چنار کې دوو چاودنو ۵۰ کسه وژلي دي

Image caption دغه چاودنې د چمعې په ورځ له روژه ماتي لږ وړاندې شوي

د پاکستان د قبايلي سيمې پاړا چنار روغتون چارواکي وايي د جمعې په ورځ په مرکزي بازار کې د دوو بمي چاودنو په پايله کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

په دغو بريدونو کې له ۲۰۰ زيات نور ټپيان دي.

بل خوا د وحدت المسلمين ډلې د دغو چاودنو او وژنو پر ضد نن په ټول هېواد کې کار بنديز اعلان کړی دی.

د پاکستان د حکومتي رسنيو د راپور پر بنسټ دغه چاودنې د جمعې په ماښام له روژه ماتي لږ څه وړاندې شوې دي.

د پاکستان د حکومتي تلويزيون د راپور له مخې لومړۍ چاودنه د پاړا چنار په مرکزي بازار کې او دويمه له لومړۍ چاودنې سره نژدې د سکول روډ په سيمه کې شوې ده.

د پاړا چنار روغتون د بېړنۍ څانګې يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي چې په چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او ۲۵۰ کسه نور ټپيان دي.

د رويترز خبري اژانس د کرمې ايجنسۍ د يوه مشر رياض مسعود له قوله ويلي چې دواړه چاودنې ځانمرګي بریدونه وو، او دوو موټر سايکل سپرو کړي دي.

ښاغلی مسعود وايي له چاودنو وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده.

فرقه يي شخړې

چارواکي وايي دواړه چاودنې د څلورو دقيقو په فاصله کې شوي او يوه له بلې کابو ۴۰۰ متره لرې شوي دي.

په کرمه ايجنسۍ کې تر دې وړاندې هم د تاوتريخوالي پېښې شوي او مخکې دغلته د بېلا بېلو ډلو ترمنځ فرقه يي شخړې هم رامنځته شوې دي.

د پاړا چنار ډېری اوسېدونکي شيعه دي.

ورته مطالب