ډېره اسماعيل خان زندان نه ۲۴۳ کسه تښتېدلي

Image caption تندلارو د دوشنبې په شپه په مرکزي زندان د توغنديو او سپکو وسلو بريد کړی

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په مرکزي زندان وسله والو بريد کړی چې په پايله کې يې ۲۴۳ بنديان تښتېدلي دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو له وسله والو سره له څو ساعته نښتو وروسته پر دغه زندان بېرته کنټرول ترلاسه کړی دی.

د پاکستان حکومتي رسنۍ وايي په دغه بريد کې د شپږو حکومتي سرتېرو په ګډون ۱۲ کسه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ډېره اسماعيل خان يوه کمېشنر مشتاق جدون بي بي سي ته ويلي: "د تندلارو په بريدونو کې ټولټال ۲۴۳ زندانيان له بنده په تېښته بريالي شوي او امنيتي ځواکونو د پلټنو پر مهال ۱۴ زندانيان بېرته نيولي دي."

ښاغلی جدون وايي په بريد کې له محبس نه په تښتېدلو کسانو کې ۳۰ تنه يې ډېر خطرناکه بندیان وو او له دغو ۳۰ تنو یو يې هم بېرته نه دی نيول شوی.

د پاکستان د طالبانو تحريک پر زندان د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې نژدې ۲۰۰ ملګري يې خوشې کړې دي.

ټانک کې ګرځبنديز

تر دې وړاندې د پاکستان حکومتي تلويزيون د ډېره اسماعيل خان د زندان د مشر له قوله ويلي و، چې په زندان کې ټولټال ۴۸۳ بنديان وو، چې ۲۴۳ يې تښتېدلي دي.

له دغه بريده وروسته او د پلټنو له امله د ډېره اسماعيل خان چارواکو په ټانک سيمه کې په ګرځېدو بندېز لګولی دی.

Image caption د ډېره اسماعيل خان ښار په بشپړ ډول تړل شوی او له اوسېدونکو يې غوښتل شوي چې له خپلو کورنو را ونه وځي

د ډیره اسماعيل خان يوه مشر مشتاق جدون په وينا بريدګرو د لاوډ سپيکرونو پر مټ خپلو ملګرو ته نارې وهلې دي.

ځايي خلک وايي طالبانو په لاوډ سپيکرو کې د 'الله اکبر' او 'ژوندي دې وي طالبان' نارې وهلې.

تندلارو د دوشنبې په شپه په مرکزي زندان د توغنديو او سپکو وسلو بريد وکړ او له حکومتي ځواکونو سره يې درې څلور ساعته جګړه وکړه.

د ډېره اسماعيل خان ښار په بشپړ ډول تړل شوی او له اوسېدونکو يې غوښتل شوي چې له خپلو کورنو را ونه وځي.

د طالبانو ادعا

د پاکستاني طالبانو يوه وياند شاهد الله شاهد بي بي سي ته په ټليفون کې ويلي چې پر زندان يې شاوخوا ۱۵۰ ملګرو بريد کړی چې په پايله کې يې نژدې ۲۰۰ ملګري خوشې شوي.

ده ويلي په دغه بريد کې د دوی دوه ملګري هم وژل شوي دي.

د تېر کال په اپرېل مياشت کې د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې هم وسله والو پر مرکزي زندان بريد وکړ او ۳۸۴ بنديان يې خوشې کړل، چې ډیر يې طالبان وو.

په پاکستان کې د ۸۹ زندانونو له ډلې ۶۵ يې ډېر حساس ښوول شوي، چې ډېری يې په پنجاب او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې دي.

ورته مطالب