د خیبر پښتونخوا پر یوې مدرسې د امریکا مالي بندیز

Image caption د (جامعه تعلیم القرآن والحدیث) په نامه دا مدرسه د خیبر پښتونخوا ګنج دروازې هزارخوانې کې پرته ده، چې هلته یوه مشهوره هدیره هم ده.

امریکا په شمال لوېدیځ پاکستان کې پر یوې دیني مدرسې بندیزونه لګولي دي. امریکايي حکومت وايي، دا کار یې ځکه کړی، چې دغه مدرسه د وسله والو پر یوه روزنیز مرکز بدله شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې امریکا پر یوه دیني مدرسه بندیز لګوي.

د امریکا د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پېښور کې د ګنج مدرسه د القاعده، طالبانو او د لشکر طیبه په نامه د یوې بلې مهمې وسله والې ډلې له خوا د یوه روزنځای او د اورپکو د جذبولو د مرکز په توګه کارول کېږي.

د دغو بندیزونو له مخې، امریکایان له دغې مدرسې سره له هر راز مالي راکړې ورکړې منع شوي او په امریکايي قلمرو کې د یادې مدرسې ټولې شتمنۍ کنګل اعلان شوې.

د پېښور ګنج (جامعه تعلیم القرآن والحدیث) مدرسې ناظم محمد ابراهیم د دغه بندیز غندلو سربېره بي بي سي ته وویل، چې د دغې مدرسې په اړه حقیقتونه پټ ساتل شوي او په اړه یې ناسمه پرېکړه شوې ده.

د دغې مدرسې پر منتظم او مشر شیخ امین الله په ۲۰۰۹ کال د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا له القاعدې او طالبانو د ملاتړ په تور مالي بندیزونه لګول شوي وو.

د امریکا د ترهګرۍ او مالي استخباراتو ادارې مرستیال ډیویډ ایس کوهن ویلي، چې له دا ډول مدرسو غلطه ګټه اخیستل کېږي، چې په لړ کې یې د طالبانو، لشکر طیبې او القاعدې عناصرو ته اسانتیاوې برابروي.

د بي بي سي خبریال محمود خان بابر ته د ګنج مدرسې ناظم محمد ابراهیم ویلي، چې د مدرسې پر مشر شیخ امین الله تر مالي بندیزونو وروسته اته میاشتې مخکې د مدرسې له مشرۍ استعفا کړې ده.

نوموړی وايي، چې په دې مدرسه کې یوازې دیني درسونه ویل کېږي او بل هېڅ فعالیت په کې نه کېږي.

دغه مدرسه ټیک دېرش کاله مخکې جوړه شوې، چې د ''اهل حدیث'' له تګلارې سره سم د پاکستان له حکومت سره ثبت شوې، چې په تېرو دېرشو کلونو کې پرې هېڅ ډول نیوکه نه ده شوې.

د دې مدرسې ناظم وايي، چې مدرسه کې د پنځو سوو تر شپږو سوو پورې طالبان زده کړې کوي، چې په وینا یې نجونو هم زده کړې په کې کولې.

د ګنج مدرسه

د (جامعه تعلیم القرآن والحدیث) په نامه دا مدرسه د خیبر پښتونخوا ګنج دروازې هزارخوانې کې پرته ده، چې هلته یوه مشهوره هدیره هم ده.

سیمه ییزو خلکو په مدرسه کې د جوړ شوي جومات په اړه ویلي چې د هرې جمعې پر ورځ هلته له لیرې ځایونو خلک د شیخ امین وینا ته ورځي.

ورته مطالب