په پاکستان کې سختو سېلاوونو ۱۶۹ کسه وژلي دي

Image caption د اورښتونو او سېلاوونو له امله په ټول پاکستان کې نژدې يو نيم ميليون کسان اغېزمن شوي

په پاکستان کې د طبعي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مالوماتو له مخې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلاوونو په ټول هېواد کې ۱۶۹ کسه وژلي دي.

دغه اداره وايي سېلاوونو له ۸۵۰ زیات کسان ژوبل کړي هم دي، چې لويه برخه يې د پنجاب ايالت دي.

دوی وايي سېلاوونو د هېواد په څلورو ايالتونو، قبایلي سيمو او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې نژدې یو نیم ميليون کسان اغېزمن کړي دي.

تېره ورځ ناوخته د خپرو شويو رسمي شمېرو له مخې سیلاوونو په پنجاب ایالت کې ۵۵، په خیبر پښتونخوا کې ۲۴، په سندهـ کې ۳۵، په بلوچستان کې ۱۸، په قبایلي سيمو کې ۱۲ او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې ۲۵ کسه وژلي دي.

په هېواد کې د وروستيو اورښتونو له امله ډېر زيانونه په پنجاب ایالت کې اووښتي او د اووښتي زيان له اړخه د سندهـ ايالت دویم ځای لري.

دغه اداره وايي د اورښتونو او سېلاوونو له امله په ټول پاکستان کې نژدې يو نيم ميليون کسان اغېزمن شوي.

د پاکستاني ادارو له لوري ورکړل شوې رسمي شمېرې ښيي چې بارانونو او سېلاوونو تراوسه نژدې پنځه نيم زره کلي ويجاړ کړي، چې ډېری يې په سندهـ ايالت کې دي.

سېلاوونو په ټول پاکستان کې ولاړ فصلونه خراب کړي او میليونونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

په ټول هېواد کې له سېلاوونو اغېزمنو شويو کسانو سره د مرستې لپاره ۳۲۳ پنډغالي يا کمپونه جوړ شوي دي.

د شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د سندهـ له مشر وزیر سره په دغه ایالت کې سېلاو ځپلې سيمې له هوا نه وليدلې.

په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې راوتلو سېلاوونو لسګونه کسان ووژل او ميليونونه ډالره زيان يې واړاوه.

له دې پرته په دغه کال کې سلګونه زره کسان د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ شول.

ورته مطالب