جنوبي وزيرستان کې د پوځ پر مرکز بريد شوی دی

Image caption دوی وايي څلورم کس چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و، خپل ځان والوځاوه

د پاکستان په قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تندلارو د پوځيانو پر يوې اډې بريد کړی چې له امله يې پنځه کسه وژل شوي دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي په بريد کې يو پوځي او د يو ځانمرګي بريدګر په ګډون څلور تندلاري وژل شوي دي.

چارواکي وايي د شپې مهال څلورو تندلارو په سراروغه سيمه کې د پوځيانو پر یوې اډې بريد وکړ، خو پوځيانو يې پر وخت ځواب ورکړ او درې تندلاري يې ووژل.

دوی وايي څلورم کس چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و، خپل ځان والوځاوه.

امنيتي سرچينې وايي په دغه چاودنه کې يو پوځي وژل شوی او د درې تندلارو جسدونه له امنيتي ځواکونو سره دي.

ځايي اوسېدونکي وايي د شپې شاوخوا درې بجې وې چې د چاودنې او ډزو غږونه واورېدل شول او داسې ښکاري چې بريدګرو سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

سراروغه د لدها سيمې يوه علاقه داري ده او تر ډېره دغلته مسيد قبايل اوسېږي.

په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزيرستان کې له عملياتو وروسته په ۲۰۱۲ کال کې سراروغه هغه لومړنۍ سيمه وه چې له تندلارو پاکه شوه.

په دغه سیمه کې پوځ پرمختيايي پروژې هم پيل کړي دي.

ځايي خلک وايي له پوځي عملياتو وړاندې هم سراروغه سيمه د نورو سيمو پرتله له بنسټيزو اسانتياو برخمنه وه.

دغلته خلک د پاکو اوبو، روغتيا او زده کړو په برخه کې له ښو امکاناتو برخمن دي.

د جنوبي وزيرستان په برمل سيمه کې څو ورځې وړاندې يوې چاودنې قومندان غلام جان له خپلو څلورو ملګرو سره وواژه.

پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب