''څارګرې الوتکې د حقاني شبکې ملا سنګین ځدراڼ وژلی''

Image caption د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د امریکا څارګرو الوتکو بریدونو نژدې ۸۹۰ ولسي وګړي وژلي.

پاکستاني چارواکي وايي، د طالبانو اړوند شبکې یو لوړپوړی قومندان په هغو شپږو وژل شویو کسانو کې شامل دی، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې ووژل شول.

ملا سنګین ځدراڼ د حقاني شبکې غړی او نوم یې د نړیوالو ترهګرو په امریکايي نوملړ کې شامل و.

نوموړی هغه مهال ووژل شو، چې بې پیلوټه امریکايي الوتکې په شمالي وزیرستان کې یوه کلا په توغندیو ووېشتله.

پاکستاني چارواکي ډرون برید غندي او پر خپل ملي حاکمیت یې برید بولي.

داسې هم ویل شوي، چې د برید موخه د حقاني شبکې هغه اورپکي و، چې له القاعدې شبکې سره یې تړاو درلود.

د جمعې پر ګهيځ وختي د امریکا د څارګرې الوتکې دغه برید تر ټولو تازه دی.

له ۲۰۰۴ کال راهیسې، امریکا له بې پیلوټه الوتکو په ګټې اخیستو پاکستان کې بریدونه پیل کړي، چې وايي ډېر اغېزناک تمام شوي.

خو پاکستان څو ځلې له امریکايي چارواکو د دغو بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

د ډیورنډ کرښه، چې تر ډېره ناامنه او څپ څپانده ده، ویل کېږي، چې افغانستان کې پر بهرنیو ځوکونو د بریدنو د طرحه کولو ځای دی.

ویل کېږي، چې د حقاني شبکه افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو او امریکايي بنسټونو بریدونه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف واک ته تر رسېدا وروسته وغوښتل، چې پاکستان کې د امریکا بریدونه باید ودرول شي، خو ښکاري چې امریکا یې غوښتنه څه-ناڅه بابیزه بللې ده.

داسې اټکل شوی، چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د امریکايي څارګرې ادارې سي ای اې بریدونو پاکستان کې تر ۳۴۶۰ کسان وژلي، چې په دغو شمېرو کې تازه بریدونه شامل نه دي.

په دغو وژل شویو کې نژدې ۸۹۰ ولسي وګړي دي، چې زیاتره دغه بریدونه د بارک اوباما د واکمنۍ په کلونو کې شوې دي.

د روان کال لومړیو کې، بارک اوباما دغه د ترهګرۍ پرضد کمپاین یوه برخه وبلل، خو په کور د ننه هم ډېرو امریکایانو نیوکې پرې وکړې، چې ګني نړۍ کې یې د امریکا نوم بد کړی دی.

ورته مطالب