ملاله یوسفزۍ د امنسټي انټرنېشنل" وجدان سفیره" شوه

Image caption د وجدان سفیر جایزه د امنسټي تر ټولو ستره جایزه ده.

د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل، پرېکړه کړې، چې د سږ کال ( د وجدان سفیر ) جایزه د سوات زده کوونکې ملالې یوسفزۍ او امریکايي سندرغاړي او خیریه کارکوونکي هیري هېلافانټې ته ورکړي.

د امنسټي انټرنېشنل په وینا دغه جایزه به د سې شنبې په ماښام د ایرلنډ په ډبلن ښار کې ورکړله شي.

د وجدان سفیر جایزه د امنسټي تر ټولو ستره جایزه ده.

د بښنې نړیوال سازمان مسوولینو په وینا دغه جایزه هغو مخکښو کسانو ته ورکوله کېږي، چې د بشري حقونو د تامین لپاره په عملي ژوند کې نه یوازې مبارزه کوي، بلکې د بېلګو حیثیت غوره کوي.

تېر کې دغه جایزه د سویلي افریقا رهبر نېلسن منډېلا او برما کې، ټول عمر د ولسواکۍ لپاره مبارزه کوونکې انګ سان سوچې په شمول یو شمېر وتلیو کسانو ته ورکړله شوې ده.

د امنیسټي انټرنېشنل د سکرتر سلیل شیټي په وینا:

"زموږ دواړه ( د وجدان سفیران ) که څه له ډېرو پلوونو له یوه بله مختلف دي، خو دواړو کې ورته والی دادی، چې دواړو هر ځای او هر وخت او د ټولو لپاره د بشري حقونو د تامین لپاره مبارزه کړې"

نوموړي زیاته کړه:" ملاله او هیري د وجدان رښتیني سفیران دي، چې د نړیوالو حقونو، عدالت او انساني عظمت خبره کوي او د نورو لپاره یې هم د بېلګې حیثیت غوره کړی."

د امنیسټي انټرتېشنل په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملالې یوسفزۍ د وجدان سفیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته وویل، چې دې جایزې سره په رښتیا هڅوله شوې او په دې مناسبت د نړۍ هر وګړي ته ویل غواړي، چې نړۍ کې د دې په څېر لکونه ماشومان شته، چې هره ورځ ښوونځي ته د تګ لپاره مبارزه کوي.

امریکايي سندرغاړي او خیریه کارکوونکي هیري هیلافانټې په خپل پیغام کې ویلي، چې د ده لپاره د ویاړ ځای دی، چې له ملالې سره یو ځای جایزه ورکوله کېږي، چې د ده په خبره د اوسني دور رښتینې اتله ده.

د نوموړي په وینا:

"د ملالې لپاره یې ستاینه او تحسین پای ته نه رسېدونکي دي، ځکه ملالې په نړۍ کې د جبر پر ضد د مبارزې هوډ راویښ کړ."

د ایمنسټي انټرنېشنل په وینا خپلې جایزې ( د وجدان سفیر ) ته یې نوم د ایرش شاعر شیمس هیني له یوه نظمه ( فرام د ریپبلک اف کانشینس ) نه په تاثر کې اخیستی.

ټاکل شوې وه، چې شیمس هیني هم په دې مراسمو کې برخه واخلي، خو نوموړی دوې اونۍ مخکې ومړ.

د ایمنسټي انټرنېشنل په وینا نوموړي ته د درناوي په توګه به یاد نظم د مراسمو پر مهال ولوستل شي.

له دې مخکې ملالې ته د هالنډ یوه سازمان " کډز رایټس فاونډېشن " له لوري " انټرنېشنل چلډرنز پېس پرایز " نومي جایزه ورکړله شوه.

وسله والو طالبانو سوات کې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې ملاله یوسفزۍ د ښځو لپاره د زده کړو عامولو هڅو له کبله په ډزو وویشتله.

له هغه بریده وروسته لومړی د ملالې درملنه پاکستان کې وشوه او وروسته برتانیا ته ولېږدوله شوه، چې اوس هلته اوسي.

ورته مطالب