پېښور کې د دولتي مامورینو بس کې چاودنه شوې

Image caption پروسږ کال هم په ګل بېله سیمه کې د دولتي مامورینو پر یو بس ګاډي ورته برید شوی و.

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د دولتي مامورینو په بس کې چاودنه شوې، چې پایله کې لږ تر لږه، ۱۷ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي.

پېښور پولیس وايي، پېښه د ګل بېلې سیمې په چارسده روډ رامنځ ته شوه.

د پېښور پولیسو مشر صاحبزاده انیس له بي بي سي اردو سره په خبرو کې د ۱۷ کسانو وژل کېدل تایید کړي.

د بي بي سي خبریال وايي، بس کې د ملکي ادارې مامورین ناست وو، چې له پېښوره چارسدې ته پر لاره وو.

د پولیسو په وینا چاودیدونکي مواد د بس په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوي وو، چې د چاودنې له کبله یې ډېر زیان رامنځ ته شو.

له پېښې سملاسي وروسته مرستندویه فعالیتونه پیل شوي او په روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی.

د پېښې ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه د پېښور لیډي ریډینګ روغتون او د چارسدې سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی، چې له کبله یې د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو وېره ده.

پروسږ کال هم په ګل بېله سیمه کې د دولتي مامورینو پر یو بس ګاډي ورته برید شوی و.

په هغه برید کې ۱۸ کسان وژل شوي وو او له ۳۰ ډېر ټپیان وو.

ورته مطالب