په شمالي وزيرستان کې ډرون دوه کسه وژلي دي

ډورن
Image caption تر اوسه نه ده جوته، چې په بريد کې وژل شوي څوک دي

د پاکستان د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې دوه کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان دي.

د پاکستان حکومتي تلويزيون د راپور له مخې د دوشنبې په سهار د امريکا بې پيلوټه الوتکې د ميرانشا د دته خيل په محمد خيل سيمه کې يو کور په نښه کړی دی.

د حکومتي تلويزيون د راپور له مخې ډرون په يوه کور دوه توغندي توغولي، چې په پايله کې يې لږترلږه دوه کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې په دغه بريد کې درې کسه وژل شوي دي.

تر اوسه نه ده جوته، چې وژل شوي څوک دي.

په تېرو دوو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې دا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو دويم بريد دی.

د شمالي وزيرستان د غلام خان سيمې په درګو منډي کې د د سپتمبر پر ۲۹مه د امريکا ډرون الوتکو په يوه بريد کې څلور کسه ووژل شول.

نړیوالو قوانينو سرغړونه

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې په خپله وينا کې هم په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو موضوع ياده کړه.

ده وويل چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا ډرون بريدونه له ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه ده، او امريکا بايد دا بريدونه بند کړي، چې خلک ونه وژل شي.

ښاغلي شريف زياته کړه، په قبايلي سيمو د امريکا بريدونه د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه او په سيمه کې د امنيت لپاره ګټور نه دي.

د پاکستان لومړي وزير وويل، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه بايد د نړیوالو اصولو له مخې وشي.

دغه راز د اګست پر ۳۱مه هم په شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې درې کسه ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

دغه بريد د شمالي وزير د ميرعلي په مسوکۍ سيمه کې وشو.

پاکستان د امريکا دغه بريدونه له نړیوالو اصولو سرغړونه بولي، خو امريکا د ډرون کارول عادلانه جګړه بولي.

له هغه راهيسې چې د پاکستان په قبايلي سيمو د امريکا بريدونه پيل شوي سلګونه کسان وژل شوي، چې پاکستاني چارواکي وايي ډېره برخه يې ملکيان دي.

ورته مطالب