"پر کلیسا برید زموږ کار نه دی، خو د شریعت مطابق کار و"

پر کلیسا برید
Image caption پېښور کې پر کلیسا برید کې لږترلږه اتیا کسان وژل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي، د پېښور پر یوې کلیسا برید د دوی کسانو نه دی کړی، خو په وینا یې که هرچا کړی وي، "د شریعت مطابق یې دغه برید کړی دی ".

د شاهدالله شاهد په نامه یو کس، چې ځان د طالبانو د تحریک ویاند معرفي کوي، له یوه نامالوم ځایه بي بي سي اردو ته ویلي، د دوی تحریک یوه داسې څپه لري، چې ترې لاندې ټولې ډلې یې خبرې مني.

د یوه راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو د تحریک تر لاس لاندې ډلو شمېر تر شلو اوړي، خو شاهدالله شاهد په دې اړه څه ونه ویل:

"زموږ هدف روښانه دی، له هغه دښمن سره چې موږ جګړه کوو، زموږ ټولې ډلې یې پروړاندې یو لاس دي".

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو تحریک پر القاعدې شبکې پورې تړلی نه دی.

طالبانو دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې دوه ورځې مخکې د خيبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ سره نژدې په سپن ټل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز برید شوی و، چې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ زیات شمېر نور ټپيان کړل.

Image caption پاکستاني طالبان وايي، له القاعدې شبکې سره تړاو نه لري.

راپورونه وايي چې قومندان نبي حنفي په اورکزيو قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جنګېږي.

روښانه، نه ده چې په دغه بريد کې پخپله نبي حنفي وژل شوی، که نه.

ځايي خلک وايي دغه پېښه نن د پنجشنبې سهار وختي شپږ بجې شوې او له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.

ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي چې نامعلوم کسان د طالبانو يوه مرکز ته ننوتي او هغه يې په بمونو الوځولی دی.

د تېر سپتمبر پر ۲۲مه، د پېښور پر یوې کلیسا ځانمرګي برید لږترلږه ۸۰ کسان ووژل.

ورته مطالب