پېښور: د پوليو پر يوه مرکز چاودنې ۶ کسه وژلي

پاکستان
Image caption په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې د پوليو پر کمپاين کوونکو بريدونه شوي

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې يوې چاودنې د پولیو/ ګوزڼ د واکسين د څلورو کارکوونکو په ګډون، شپږ کسه وژلي دي.

ځايي پوليسو بي بي سي ته ويلي، دغه چاودنه د دوشنبې په سهار د مرکز پېښور د بډه بېر په سليمان خيل سيمه کې د يوه روغتيايي مرکز بهر شوې ده.

پوليس وايي، بم د دفتر مخې ته ځای پر ځای شوی و او چاودنې د پوليسو يو افسر، درې رضاکار پوليس او د امن کمېټې دوه غړي وژلي دي.

راپورونه وايي هغه مهال چې چاودنه وشوه، په دغه روغتيايي مرکز کې د پوليو/ګوزڼ ناروغۍ د څاڅکو ورکولو کمپاين غړي راټول و، او ښايي هدف يې همدوی وو.

سليمان خيل د پاکستان له قبايلي سيمې سره نژدې پرته سيمه ده او تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ضد پر واکسيناتورانو بريدونه شوي دي.

په پاکستان کې له څه مودې راپديخوا د پوليو په کمپاين کې پر برخه اخیستونکو رضاکارانو او د هغوی پر ساتونکو امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي.

سږکال د مې په مياشت کې هم په قبايلي سيمه باجوړ کې د پوليو پر ډلو د بريدونو په لړ کې يو امنيتي ساتونکی ووژل شو.

تر دې وړاندې په اپريل مياشت کې د پوليو ضد پر کمپاين کوونکو بريد د امنيتي ځواکونو يو افسر وواژه او يو بل يې ټپي کړ.

تېر کال ورته نور بريدونه د پوليو ضد پر واکسيناتورانو او امنيتي ځواکونو وشول، چې حکومت اړ شو له واکسين کوونکو سره امنيتي ځواکونه، د هغوی د امنيت لپاره ولېږي.

له دغو بريدونو وروسته ملګرو ملتونو په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسين خپل کارکوونکي بېرته وروغوښتل او له ماشومانو د ملاتړ ادارې یونيسف او نورو نړیوالو ادارو له کارکوونکو وغوښتل شول چې د پوليو په کمپاين کې ونډه وانخلي.

په پاکستان کې تېر کال په ۵۸ ماشومانو کې د ګوزڼ مکروب تاييد شوی، چې ۲۷ يوازې د خيبر پښتونخوا دي او پاتې نژدې ۲۰ کسه يې د قبايلي سيمو دي.

د بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

وسله وال له دې امله د پوليو پر ډلو بريدونه کوي، چې ګواکې د دوی په اند ځينې د وسله والو په اړه د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په لټه کې دي.

ورته مطالب