د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د نوبل سولې جایزه وګټله

د سوریې کیمیاوي وسلو د څار ډلې د نوبل سولې جایزه وګټله

Image caption دغه سازمان په دا وروستیو کې سوریې ته د دغه هېواد کیمیاوي وسلو له منځه وړلو لپاره څارونکي ولېږل.

د ناروې اوسلو کې د سږ کال ۲۰۱۳ کال نوبل جایزه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان یا OPCW ته ورکړل شوه، چې دغه سازمان سوریه کې د کیمیاوي وسلو ویجاړولو دنده پرغاړه لري.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي دغه سازمان مرکز هاګ کې دي او د رامنځ ته کېدو موخه یې دا وه، چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي اړوند هغه هوکړه لیک عملي کړي، چې ۱۹۹۷ کې رامنځ ته شو.

دغه سازمان په دا وروستیو کې سوریې ته د دغه هېواد کیمیاوي وسلو له منځه وړلو لپاره څارونکي ولېږل.

دغه څارونکي سازمان د نورو کاندیدانو له منځه د بریالي هغه په توګه یو اعشاریه ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر او او یو د سرو زرو مډال د جایزې په توګه تر لاسه کړل.

د جایزې له اعلانه مخکې سوات کې د مېرمنو د زده کړو حقونو لپاره فعاله ملاله یوسفزۍ او د کانګو جمهوریت ډاکټر ډېنس میوکیوجي د دغې جایزې لپاره د غوره کسانو په توګه یادېدل.

د سږ کال لپاره، ریکارډ شمېر ۲۵۹ کسان، دغې جایزې ته کاندید شوي وو. د کاندیدانو نومونه له جایزې ګټلو مخکې په رسمي توګه نه افشا کېږي.

د امریکايي استخباراتو د پخواني کارکوونکي چیلسي منینګ نوم هم د کاندیدانو په نوملړ کې شامل و، چې وکيلیکس ویبپاڼې ته یې محرم اسناد ورکړي وو.

نورو کاندیدانو کې هغه مصرۍ ساینسپوهه هم شامله وه، چې زده کړې یې پرېښودې او عیسايي راهبه شوه او د خیریه موسسې سټیفنز چلډرن بنسټ یې کېښود.

Image caption د کانګو جمهوریت اوسېدونکی ډاکټر ډېنس میوکیوجي په تېر کې هم د دغې جایزې لپاره کاندید نومول شوی و.

یوه بله کاندیده د ریاضي پخوانۍ روسۍ استاده سوینتلانا ګاننو شینکا وه، چې د بشري حقونو د سېول اسسټنس نومي سازمان بنسټ یې کېښود.

د سږ کال نوبل جایزې لپاره د کاندیدانو په نوملړ کې د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین، د یو ټو موسیقۍ ډلې غړي بونو او د وکيلیکس بنسټګر جولیان اسانج نومونه هم شامل وو.

د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ د اروپايي اتحادیې، سخاروف سولې جایزه هم وګټله.

د پنځوس زره یورو ارزښت دغه جایزه اروپا کې د بشري حقونو لړ کې تر ټولو ستره جایزه بلله کېږي. له سخاروف جایزې مخکې هم ملالې ته یو شمېر نړیوالې جایزې ورکړلې شوې دي.

د کانګو جمهوریت اوسېدونکی ډاکټر ډېنس میوکیوجي په تېر کې هم د دغې جایزې لپاره کاندید نومول شوی و.

نوموړي کانګو کې د هغو زرګونو مېرمنو لپاره روغتون جوړ کړی و، چې پوځیانو او یاغیانو پرې جنسي تیري کړي وو. کال مخکې پر نوموړي وسله وال برید شوی و، چې هغه ترې روغ ووت او په موقت ډول یې اروپا کې پنا واخیسته.

په تېر کې د نوبل جایزې تر لاسه کوونکو کې، سویلي افریقا کې د توکمپالنې ضد مبارز نېلسن منډیلا، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د بدهايانو مذهبي مشر دلايي لامه او برما کې د مخالف ګوند مشرې انګ سان سوچې، نومونه شامل دي.

د OPCW لنډ پېژندلیک

Image caption د روانې اونۍ په لومړیو کې، د دغه سازمان مشر احمد اوزومجو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د اغېزناکه له منځه وړلو لپاره د اوربند وړاندیز وکړ.

"له کیمیاوي وسلو د ګټې اخیستو د مخنیوي سازمان" یا (OPCW) یو نړیوال او خپلواک سازمان دی، چې په ۱۹۹۷ کال د کیمیاوي وسلو د نه کارولو کنوانسیونه د تطبیق په موخه رامنځ ته شوی.

دغه سازمان دا مهال په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د مخنیوي پر چارو بوخت دی.

دا لومړی ځل دی، چې سازمان په یوه داسې سیمه کې فعالیت کوي، چې هم مهاله جګړه هم پکې روانه ده.

د دغه سازمان اصلي مرکز په هاګ کې دی، چې ۱۸۹ غړي هېوادونه لري، چې د نړۍ شاوخوا ۸۹ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي.

دغو غړو هېوادونو هوکړه کړې، چې له کیمیاوي وسلو پاکه نړۍ رامنځ ته کړي.

دغه سازمان په ۲۰۱۰ کال د شاوخوا ۵۰۰ خلکو په ګومارلو ۷۵ میلیون یورو (چې ۱۰۲ میلیون ډالر، ۶۳ میلیون پاونډه کېږي) لګولي دي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو په ملتیا سره بې پرې کار کوي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې، د دغه سازمان مشر احمد اوزومجو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د اغېزناکه له منځه وړلو لپاره د اوربند وړاندیز وکړ.

هغه وویل چې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړې پربنسټ ټاکل شوی ضرب الاجل "ډېر لږ دی".

د تېر اګست پر ۲۶مه، د دغه سازمان د څارونکو پر یوې ډلې نښه ویشتونکو برید وکړ، چې تر هغه وروسته د کوم بل برید راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه سازمان په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو نژدې ۸۰ سلنه زېرمتونونه ویجاړولو کې برخه اخیستې ده.

اسد کیمیاوي وسلو ویجاړولو ته یو کال وخت غواړي

Image caption سوري ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، هغه هېواد ته کیمیاوي وسلې وسپاري، چې ترلاسه کول یې غواړي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي، د هېواد کیمیاوي وسلو زېرمتونونو له منځه وړلو لپاره لږترلږه یو کال وخت اړین دی چې په وینا یې یو میلیارد ډالر لګښت پرې راځي.

نوموړي ویلي، هر هېواد چې وغواړي، سوریه کیمیاوي وسلې ورته تسلیموي.

بشارالاسد د امریکا او روسیې ترمنځ د هغه تړون هرکلی وکړ، چې له دغو وسلو باید سوریه خلاصه شي.

سوریې عملاً د کیمیاوي وسلو د خطر له تړون سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا فوکس نیوز خبري اژانس د اسد یوه مرکه خپره کړې چې پکې راغلي "باور لرم، چې له مسلکي اړخه دا یو ډېر ګران کار دی. ډېرو پیسو ته اړتیا لري، چې شاید یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي".

څارونکو هم د دغې چارې ستونزمنتیا ته اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو ستر څارونکي ویلي، سوریه کې د کیمیاوي وسلو موندل او له منځه وړل یې ګران کار دی، خو په وینا یې دا کار له امکانه لیرې نه دی.

اسد ویلي "باید له څارونکو وپوښتل شي، چې ژر له کیمیاوي وسلو ځان خلاصول څه معنا لري. باید یو مشخص مهالوېش ورته وټاکل شي. شاید یو کال یا ډېر وخت ونیسي".

سوري ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، هغه هېواد ته کیمیاوي وسلې وسپاري، چې ترلاسه کول یې غواړي.

د سوریې پوځ یوځل بیا د تېر اګست یوویشتمه د دمشق څنډو کې د سارین غاز کارولو انکار کړی دی.

د دغو غازو کارول په نړیواله کچه بند دي.

د امریکا د پوځ جګپوړي مشر ویلي، چې د سوریې حکومت لاهم ځینې کیمیاوي وسلې لري:

"په اوسني پړاو کې داسې شواهد شته، چې واکمن نظام د کیمیاوي وسلو زېرمتونونه لري".

جنرال مارټن ډیمپسي تمه ښوولې، چې دمشق د روانې جګړې سربېره، نړیوال څارونکي د وسلو د له منځه وړلو ځایونو ته وړلی شي.

واشنګټن د سوریې حکومت دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي، چې لږترلږه ۱۴۲۹ کسان پکې ووژل شول، چې زیاتره یې ماشومان وو.

د امریکا دفاع وزیر چاک هېګل ویلي، چې د سوریې له کیمیاوي وسلو د خلاصون لپاره د دپلوماتیکو هڅو هرکلی کوي.

هېګل دا هم وویل چې "د خپل مسؤولیت پېژندلو لپاره دا ښه ګام دی".

ورته مطالب