د پښتونخوا ١٠٠ "مفسد" پوليس له کاره ليرې شول

پوليس
Image caption پاکستاني پوليس د فساد تورونه نه مني خو وايي تنخواوې يې کمې دي

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر خان دراني د هغه بهير د پيل اعلان وکړ چې ترمخه به يې د ده په وينا مفسد کسان له پوليس ځواکه وباسي.

په پېښور کې د پوليسو مشر وويل په دغه ترڅ کې يې اوس ١٠٠ داسې کسان ايستلي چې يا مفسد و او يا هم د کار اهل نه وو.

يوازې له مردان څخه ٢٤ کسان د فساد په تور ليرې شوي او د هغوى پر ضد د پلټنو امر شوى دى.

په ليرې شويو کسانو کې لوړ پوړي پوليس هم شامل دي.

تر مردان وړاندې له ديره اسماعيل خان څخه هم ٥١ پوليس چې ځينې يې لوړ پوړي افسران و په ورته تورونو ليرې شوي وو.

چارواکي وايي له پلټنو وروسته به تورن کسان له دندو ايستل کيږي خو د اوس لپاره يې دندې ځنډول شوې دي.

د پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر خان درانى يوه مياشت وړاندې پر خپلې دندې وگمارل شو او له هغه پيله يې وويل چې د خپل ځواک په اصلاحاتو به لاس پورې کوي.

په پاکستان کې ډېر خلک پر پوليس ځواک تور لگوي چې له خلکو رشوت اخلي.

پوليس ځواکونه تر ډېره دا خبره نه مني خو وايي د دوى تنخواوې لږ دي.

په خيبر پښتونخوا کې د پخواني کرېکټ ستوري عمران خان د تحريک انصاف گوند واکمن دى.

عمران خان تر ټاکنو وړاندې ويل چې په ١٠٠ ورځو کې به د حکومت په بيلا بېلو برخو کې اصلاحات راولي.

د ده د حکومت له لورې هم اصلاحات پيل شوي خو ځايي خلک گېله کوي چې لوړ پوړو چارواکو ته چا تر اوسه څه نه دې ويلي.

ورته مطالب