زلزلو بلوچستان کې ٣٢ زره کورونه ويجاړ کړي

بلوچستان
Image caption بلوڅ چارواکي وايي چې زلزلې ٢٠٠ زره کسان بې کوره کړي دي

د بلوچستان مشر وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي وروستيو زلزلو په دغه ايالت کې ٢٠٠ زره خلک بې کوره کړي دي.

ښاغلي بلوڅ دا هم وويل چې ٣٢ زره کورونه په دغو زلزلو کې ويجاړ شوي دي.

په بلوچستان کې د سپتمبر په پاى کې سختې زلزلې وشوې چې گڼ شمير کسان يې وژلي وو.

د بلوچستان مشر وزير وايي شاوخوا نيم ميليارد ډالر يې پکار دي چې په دغه ايالت کې بيا رغاونه وکړي.

ډاکټر بلوڅ وايي دى د پاکستان له فدرالي حکومت څخه مرسته غواړي.

د سپتمبر په ٢٤ او ٢٥ مه نېټه زورورې زلزلې لږ تر لږه ٣٣٠ کسه په بلوچستان کې ووژل او په سلگونو نور يې ټپيان کړل.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ويل چې خواړه، د څښلو پاکې اوبه او په درملو او نورو اړتيا وړ توکو بار لارۍ يې سيمې ته استولي دي.

د هغې زلزلې ټکانونه د سند په سویل، بلوچستان او د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې محسوس شوي دي.

د پاکستان د ځمک پېژندنې ادارې ويل چې د زلزلې زور د ريکتر په کچه ۷،۷ درجې و.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.

د اپریل په میاشت کې په ایران کې یوې ورته زلزلې چې اووه اعشاریه اته ثبت شوې وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان ووژل او له ۱۲ زرو نه ډېر پاکستانیان یې زیانمن کړل

ورته مطالب