عمران خان د ناټو اکمالاتي لارې تړلو ګواښنه کړې

Image caption عمران خان وايي امريکا په لوی لاس حکيم الله مسعود د خبرو پر مهال وواژه

د کرېکټ ستوري عمران خان وروسته له هغه له بي بي سي سره دغه څرګندونې په يوه مرکه کې وکړې، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود د بې پيلوټه/ ډرون په يوه بريد کې ووژل شو.

د پاکستان حکومت وايي دغه بريد له طالبانو سره د سولې د خبرو پلان له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.

ريچارډ ګالپين له اسلام اباده په خپل راپور کې کاږي، په يوه مخامخ مرکه کې عمران خان وويل، دی په دې پوره باور لري چې امريکايانو په لاسي ډول د طالبانو مشر وواژه.

عمران خان ويلي په دې ډول امريکا غوښتل د سولې په هغو خبرو کې خنډ رامنځته کړي، چې د پاکستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ کېدونکې وې.

حکومت وايي دوی غوښتل چې د پاکستان شمال لويديځ قبايلي سيمو ته چې ډېرې وسله والې ډلې په کې دېره دي، منځګړي ولېږي، چې د سولې خبرو لپاره لار هواره کړي.

خو اوس عمران خان پرېکړه کړې، چې عملي ګام به پورته کوي او هڅه به وکړي د ډرون بريدونو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې خبرې له سره را ژوندۍ کړي.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان غواړي هغه لارې بندې کړي، چې له پاکستان نه ګاونډي هېواد افغانستان ته ناټو ځواکونو ته د اړتيا وړ توکي رسوي.

عمران خان وایي: ''د ډرون تر بريدونو لاندې د سولې د خبرو هېڅ امکان نه شته. سوله به هغه وخت کېدونکي وي چې امريکايان تضمين وکړي د سولې د خبرو اترو پر وخت د بې پيلوټه بريدونه، نه کوي''.

د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان چې ګوند يې په خيبر پښتونخوا حکومت کوي وايي تر هغې به خلک لارې وتړي چې امريکا تضمين نه وي ورکړی:

''که د پاکستان حکومت د دې خبرې پخلی ونه کړي او د امريکايانو څخه د ډرون بریدونو د ختمولو ضمانت وانخلي، نو موږ به د ناټو د اکمالاتو لارې بندې کړو. خلک به دا لارې تر هغو پورې وتړي چې داسې يو تضمين نه وي ورکړل شوی''.

خو داسې هيلې نه څرګندېږي چې امريکا دې آن د اوس لپاره هم د دې خبرې تضمين وکړي.

په دې کې هېڅ شک نه شته چې د پاکستان حکومت د لارې د بندولو پلان مخالف دی، ځکه چې دا کار به د دوی او امريکايانو ترمنځ اړيکو ته تاوان واړوي.

د راپورونو له مخې تېره مياشت واشنګټن له اسلام اباد سره د څه د پاسه يو نيم ميليارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه، چې زياته برخه يې پوځي دي.

د پاکستان حکومت به د عمران خان د لارې بندولو د قانوني پلان پوښتنه رامنځته کړي، خو عمران خان وايي دا پلان به په خيبر پښتونخوا کې ترسره کېږي، چې د نوموړي ګوند بشپړ واک لري او ايالتي عالي محکمې څرګنده کړې چې دا بنديز به قانوني وی.

ورته مطالب