مولانا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی

Image caption مولانا فضل الله چې پخوا په سوات کې د طالبانو مشر و، په توندلارۍ شهرت لري

د پاکستان طالبانو يوه وياند ويلي د دوی ډلې مولانا فضل الله د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

دی د حکيم الله مسعود پر ځای ټاکلی شوی، چې تېره جمعه د نومبر پر لومړۍ په يو ډرون بريد کې ووژل شو.

مولانا فضل الله په سوات کې د طالبانو مشر و، او په توندلارۍ شهرت لري، چې د راپورنو له مخې ټوپکوالو يې د تېر کال اوکتوبر کې د دغې درې ښوونځي نجلۍ ملاله يوسفزۍ پر سر په ډزو ويشتلې وه.

د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکې د پاکستانی طالبانو پخوانی مشر حکيم الله مسعود د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره څېرمه وواژه.

د پاکستان حکومت بيا پر امريکا تور ولګاوه چې ګواکې له طالبانو سره يې د سولې خبرو پيلولو لپاره د دوی هڅې ويجاړې کړې دي.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي وو چې ډرون ګوزار "نه يوازې د يوه کس وژل دي، بلکې د سولې ټولو هلو ځلو مرګ دی".

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال ريچار ګلپېن وايي مولانا فضل الله داسې برېښي چې کېدی شي د سولې هر ډول هلو ځلو سره مخالف وي.

د پاکستاني طالبانو نوې مشرتابه لپاره کانديدانو کې پر مولانا فضل الله سربېره، شيخ خالد حقاني، خان سيد چې په سجنا هم پېژندل کېږې، د اورکزيو طالبانو مشر حافظ سعيد خان او د مومندو طالبانو مشر عمر خالد خراسانی شامل وو.

په اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان وايي په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي باور لري مولانا فضل الله په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې له پوځي عملياتو ورسته افغانستان ته تښتېدلی، او په نورستان کې يې د ملکنډ وسله وال بيا منظم کړي، خو افغان چارواکې دا ادعاوې نه مني.

مولانا فضل الله په تېر سپټمبر کې د خيبر پښتونخوا په دير کې په بمې بريد کې د پاکستاني پوځ د تورن جنرال ثنا الله د وژلو پړه پر غاړه اخيستې وه.

مسعود ټبر

Image caption حکيم الله مسعود د نومبر پر لومړۍ له میرانشاه سره نژدې په يو ډرون بريد کې ووژل شو

دغه اعلان د پاکستاني طالبانو لنډمهالي مشر عصمت الله شاهين په يوه نامعلوم ځای کې د خبري کنفرانس پر مهال کړی دی.

د راپورونو له مخې په ميرانشا سيمه کې کله چې دغه خبر خپور شو، د طالب مشر ټاکلو لمانځنه په درنو ډزو شوې ده.

مولانا فضل الله د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په سوات کې د وژنو وحشتناک فعاليت کاوه، د توندلارۍ چارې يې پلې کولې، چې ښونځي يې په کې سوځول او هم يې په عامه ځايونو کې د اعدامولو او په درو وهلو عملونه هم ترسره کول.

بيا د سوات د ولکې ترلاسه کولو لپاره پوځي عمليات ترسره شول.

د بي بي سي پښتو خبريال طاهر خان وايي له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو پاکستانی غورځنګ راپيدا شوی، دا لومړی ځل دی چې له مسعود ټبر بهر يې مشر غوره کېږي.

له دغه تازه اعلان مخکې په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال محمد الياس خان ويلي وو، چې مولانا فضل الله له مسعود ټبر نه دی، او که وټاکل شي د مسعود ټبر جنګياليو کنټرولو کې به له ننګونو سره مخامخ وي، چې د پاکستاني طالب جنګياليو ګڼه برخه جوړوي.

ورته مطالب