"تر ډرون بريدونو درېدو پورې دې پر ناټو لارې بندې شي"

Image caption عمران خان ويلي "پر امريکا دې تر هغه فشار راوړل شي، چې ډرون بريدونه نه وي بند شوي"

د پاکستان انصاف غورځنګ مشر عمران خان ويلي د امريکا له لوري د ډرون بريدونو بندولو ډاډ پورې به احتجاجونه روان وي.

ښاغلي خان دغه خبرې په پېښور کې له هغه احتجاجي لاریون مخکې کولې چې د خيبر پښتونخوا له لارې يې افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د توکو رسولو لارې تړلو لپاره پيل کړی دی.

د پاکستان انصاف غورځنګ مشر عمران خان د پېښور پر رېنګ روډ سړک غونډې ته وينا کې وويل د ډرون بريدونو بندولو پورې دې په ټول هېواد کې احتجاجونه پيل شي.

د شنبې پر ورځ (د نومبر ۲۳) د پېښور غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل "پر امريکا دې تر هغه فشار راوړل شي، چې ډرون بريدونه نه وي بند شوي، او تر هغه به له خيبر پښتونخوا پيل شوی احتجاجي لاريون د هېواد ټولو برخو ته غځېږي."

عمران خان خپله وينا کې زياته کړه د انصاف غورځنګ د کار او ائتلافي صوبې يا ايالت به د ناټو سمبالښت لارې ته اجازه ورنه کړي، خو د صوبې حکومت يې دې هم په وينا پر دغه ګام غور وکړي.

ده وويل "ډرون بريدونه خيبر پښتونخوا کې شوي، او د نامعلومو کسانو پر وړاندې يې پوليسو کې راپور ثبت شوی، خو موږ ته معلومه ده چې د دې تر شا څوک دي."

عمران خان که څه هم د امريکا يادونه نه ده کړې، خو په قبايلي سيمو کې ډرون بریدونه تل په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه کوي.

د پنجشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۲ مه) د امريکا د څارګرې الوتکې د خيبر پښتونخوا هنګو کې هم پر يوې مدرسې بريد وکړ چې پنځه کسه په کې ووژل شول.

دا لومړی ځل و چې د پاکستان له قبايلي او نيمه قبايلي سيمو بهر د بې پيلوټه الوتکې بريد په کې شوی دی.

نور ملګري

عمران خان خپله وينا کې وويل "له همدې امله به د کابينې غونډه کې د ناټو سمبالښت لارې پر بندولو غور کېږي، زما په فکر حکومت ته ښايي چې د ناټو پر لارې بنديز ولګوي".

غونډې ته د عمران خان له وينا وروسته د خيبر پښتونخوا واکمن انصاف غورځنګ ګوند له لوري خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي "د صوبې له لارې به د شنبې له ورځې د ناټو سمبالښت لار تر هغه تړلې وي، چې ډرون بريدونه نه وي درېدلي."

د انصاف غورځنګ خيبر پښتونخوا وياند اشتياق ورمړ د وينا له مخې د ګوند پرېکړه کې يې ملګري ګوندونه هر يو جماعت اسلامي او عوامي جمهوري اتحاد هم شامل دي.

Image caption ناټو ته د ډېورېنډ پر کرښه د تورخم او چمن له لارې توکي رسېږي

د اعلاميې له مخې د ناټو سمبالت لار به د خيبر پښتونخوا پنځو ضلعو بېلابېلو ځايونو کې تړل کېږي، او د انصاف غورځنګ کارکوونکي به په پرله پسې ډول په دغو ځايونو کې خپل احتجاج روان ساتي.

په سيمه کې د بي بي سي یو خبريال وايی له دې مخکې د ډرون بريدونو پر وړاندې احتجاج پر مهال د رېنګ روډ غوڅېدونکې لارې سره په يوه کانټينر سړک تړل شوی، او پر انصاف غورځنګ سربېره د نورو ګوندونو کارکوونکي هم هلته راغونډ شوي وو.

د بي بي سي خبريال رفعت الله اورکزی وايي د احتجاج له امله پر ډېورنډ کرښه د تورخم لار هم تړل شوې، او له افغان اړخه کانټينر لېږدوونکې لارۍ نه ورتلې.

په لومړيو کې انصاف غورځنګ د نومبر ۲۰ مه د احتجاجي لاريون نېټه ټاکلې وه، خو په راولپنډۍ کې د عاشورا لمانځنو پر مهال له فرقه ييز تاوتريخوالي وروسته درې ورځې وځنډول شو.

ورته مطالب