پاکستان کې د ګوزڼ ضد ۱۱ رضاکاران تښتول شوي

Image caption تير کال د پښتونخوا ايالتي حکومت اړ شو چې د تاوتریخوالي له امله د پوليو کمپاين وځنډوي

پاکستان کې چارواکي وايي هغه ۱۱ ښوونکي، چې د ګوزڼ واکسین په یوه کمپاین کې یې برخه درلوده، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

دغه ښوونکي د خیبر ایجنسۍ باړه سیمه کې له یوه شخصي ښوونځي نه تښتول شوي دي.

وسله وال د ګوزڼ ضد کمپاین پر فعالانو تور لګوي، چې د لوېدیځ لپاره جاسوسي کوي.

تر اوسه د دغو کسانو د تښتولو پړه چا پر غاړه نه اخيستې، خو پاکستاني چارواکي وايي دا د هغو وسله والو کار دی، چې لا له وړاندې يې د پوليو ضد واکسيناسيون سره مخالفت کړی وو.

دوی دغه فعالان د هغې دسیسې غړي بولي، چې د دوی په اند د مسلمانانو شنډولو لپاره کوي.

د تېر کال په اوږدو کې په پاکستان په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ کمپاین زيات شمېر فعالان وژل شوي دي.

پاکستان د نړۍ له هغو دریو هېوادونو نه یو دی، چې په ځینو برخو کې یې د پولیو ضد پراخ واکسین کمپاین سره د وسله والو مخالفت له کبله اوس هم د ګوزڼ ناروغي په کې شته.

رضا کاره

د ۲۰۱۳ د مې په ۲۸مه وسله والو د خېبر پښتونخوا ایالت د مرکزي ښار پېښور څنډو بډه بېر سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین پر ښځینه فعالانو د ډزو په نتیجه کې یوه رضاکاره وژله او یوه بله يې ټپې کړه.

د ځايي پولیسو په وینا بډه بېر سیمه کې دوې ښځینه فعالانې د سیمې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکو په ورکولو بوختې وې، چې پرې د نامعلومو موټر سایکل سپرو کسانو له لورې ډزې وشوې.

د پوليسو يوه ځايي افسر شفي الله د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "د واکسين درې وځني فعاليت پر لومړۍ ورځ، چې د پېښور څنډو لپاره ځانګړی شوی، دغه بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې او يوه بله ټپي شوې ده."

یوه ټپې شوې رضا کاره سمبل بي بي ځايي روغتون ته لېږدول شوې، ډاکټران وايي نوموړې یوه مرمۍ پر غاړه او یوه د زړه خواکې لګېدلې.

يوه جګپوړي حکومتي چارواکي امتياز خان ويلي حکومت د سې شنبې ورځې (مې ۲۸ مې) وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د واکسين فعاليت د څو ورځو لپاره وځنډاوه.

له دې پرته په پاکستان په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا او قبايلو سيمو کې له لسو زيات د ګوزڼ ضد کمپاين کوونکي ووژل شول.

ورته مطالب