په شمالي وزيرستان کې ډرون ۲ کسه وژلي دي

Image caption تحريک انصاف له تېرو دريو ورځو راهيسې د ډرون بريدونو پر وړاندې اعتراضونه کوي

د پاکستان په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د توغنديو په بريد کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.

ځايي سرچينو د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي بريد د جمعې په شپه د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا په دوه کيلومترۍ کې شوې ده.

دوی وايي ډرون الوتکې په غره کې په يوه جوړ شوي کور دوه توغندي وتوغول او هغه يې ويجاړ کړ.

په دغه بريد کې د دوو کسانو د وژل کېدو په اړه خبر ورکړای شوی، خو د وژل شويو د هوويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

بريد پر داسې مهال کېږي، چې په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان د تحريک انصاف ګوند د دغو بريدونو په اعتراض کې د ناټو لار تړلې ده.

د روانې مياشتې په پيل کې د امريکايي الوتکو يوه بل بريد د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود وواژه، چې دې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې ګډوډې کړې.

د پاکستان په قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ډرون بريدونه ادامه لري.

خو په روانه مياشت کې په لومړي ځل د امريکا بې پیلوټه الوتکو له قبايلي سيمو بهر د هنګو په ټل سيمه کې بريد وکړ.

ډرون دغلته يوه مدرسه په نښه کړه، چې پنځه کسه په کې ووژل شول.

له دغه بريده وروسته په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف واکمن ګوند د ډرون بريدونو پر ضد اعتراض وکړ او افغانستان ته يې له پاکستان نه د ناټو د اکمالاتي کاروانونو لار وتړله.

پاکستان په حکومتي کچه دغه بريدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د پاکستان دريځ دا دی چې دا ډول بريدونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه سرغړونه ده او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې منفي اغيز شيندي.

بل خوا د امريکا حکومت وايي، ډرون بريدونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې کارنده دي او کارول يې قانوني دي.

ورته مطالب