د بګرام ۶ پاکستاني بنديانو له خپلوانو سره ليدلي

Image caption هغه مهال چې حمید الله نيول کېده ایله ۱۸ کلن و

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د بګرام زندان نه خوشې شويو شپږو بنديانو له خپلو کورنيو سره کتلي دي.

دغو کسانو ته چې لا هم د پاکستاني حکومت په بند کې دي، له خپلو کورنيو سره د ليدو کتو امر د لاهور محکمې ورکړی دی.

په باګرام کې د امريکايانو له بنده خوشې شوي دغه کسان د پېښور او قبايلي سيمو اوسېدونکي دي.

دغو زندانيانو څو کاله په افغانستان قيدونه تېر کړي، خو پر دوی کوم تور نه دی ثابت شوی.

دغه شپږ کسه دوه اوونۍ وړاندې د نومبر پر ۱۶مه پاکستان ته وسپارل شول او اوس د پېښور په مرکزي زندان کې دي.

په دغو زندانیانو کې يو هم حميد الله دی، چې د جنوبی وزیرستان دی، خو د ده پلار وکيل خان وايي دوی مخکې په کراچۍ کې اوسېدل او په ۱۹۹۰ کې جنوبي وزيرستان ته لاړل.

هغه مهال چې حميد الله نيول کېده عمر يې ايله د ۱۸ کلونو و.

د حميد الله مور د خپل زوی د خوشې کېدو لپاره پر له پسې پنځه کاله روژه نيوله.

د حميد الله پلار وکيل خان چې يو پخوانی پوځي افسر و، د ده د نیول کېدو پر مهال په کراچۍ ښار کې کار کاوه.

وکیل خان وايي: ''په ۲۰۰۸ کال کې چې په جنوبي وزيرستان کې عمليات پیل شول، نو ما په يوه خصوصي اداره کې کار کاوه. ماته يې رخصتي را نه کړه، نو ما حميد الله وزيرستان ته ولېږه، چې د کور سامان راوړي. خو دی د ډيره اسماعيل خان د موټرو اډې ته هم راوتلی و، خو کراچۍ ته راونه رسېد''.

له څو مياشتو هڅو وروسته چې د سره صليب نړيوالې کمېټې له وکيل خان سره اړيکه ونيوله، نو وکیل خان ډاډه شو چې زوی يې ژوندی دی او د بګرام په زندان کې بندي دی.

وکيل خان وويل: ''له حميد الله سره مې څو ځله پر ټيلفون خبرې وکړې، خو دا چې د ډيره اسماعيل په بس اډه کې په هغه ورځ په ده څه وشول، په دې اړه پوه نه شوم''.

دا لا نه ده معلومه چې حميد الله به کله د پېښور له زندان نه خوشې کېږي.

خو د هغه پلار وايي: ''زموږ لپاره دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې دی پاکستان ته راغلی، په پاکستان کې که په زندان کې هم وي خير دی، دا خو خپل هېواد دی''

د باګرام زندان د پاکستاني بنديانو دوسيه اوس د لاهور په محکمه کې تر څېړنو لاندې ده او د ډسمبر په پنځمه به بيا په محکمه کې غور پرې وشي.

په افغانستان کې د باګرام زندان په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو او دغلته بنديان له پوښتنو ګروېږنو وروسته يا خوشې کېږي او يا هم ګوانتنامو ته استول کېږي.

په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې وايي اوسمهال په باګرام زندان کې شاوخوا ۳۰ پاکستاني بنديان شته دي.

ورته مطالب