د پاکستان نوي قاضي القضات لُوړه وکړه

د پاکستان نوي قاضي القضات تصدق حسين جيلاني د خپلې دندې لُوړه کړه.

ښاغلی جیلاني د سترې محکمې ۲۱م قاضي القضات شو.

د لوړې په مراسمو کې لومړي وزير نواز شريف، پخواني قاضي القضات افتخار چوهدري، لوی څارنوال او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ښاغلي جيلاني ته لُوړه ورکړه.

تصدق حسين به تر اوو مياشتو پورې پر دغه دندې کار کوي او له هغې وروسته به ناصر الملک د پاکستان نوی قاضي القضات شي.

د چارشنبې په ورځ قاضي تصدق حسين جيلاني وويل "له ښه حکومتولي او د قانون له پلي کېدو پرته ناشونې ده."

ده وويل چې د قانون په رڼا کې به ټولې ادارې د قانون په چوکاټ کې راولي او خپله دنده به ترسره کړي.

تصدق حسين جیلاني د متقاعد قاضي القضات افتخار چودري کارونه وستايل او د هغه په وخت کې يې د قانون پر پلي کېدو او د بشري حقونو په خونديتوب ټينګار وکړ.

ښاغلي جيلاني وويل چې دی به په دغه موده کې ډېر څه زده کړي.

د افتخار چودري دوره له لوړو ژورو ډکه وه.

دی د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف له لوري له دندې لرې شو، چې د قاضيانو اعتراضونه يې وپارول.

ښاغلی مشرف اړ شو، چې نوموړی بېرته په خپله دنده وګوماري.

افتخار محمد چوهدري

د پاکستان په تاريخ کې د اوږدې مودې تر ماموريت وروسته د سترې محکمې مشر قاضي القضات افتخار محمد چوهدري تقاعد کړی، چې د ډېرو په نظر ورسره د تعرضي قضا موده پای ته رسېدلې، چې نوموړي يو لومړی وزير هم له دندې لرې کړی و.

حکومتي مامورينو، استخباراتي ادارو، سياسي مشرانو او په فساد تورنوکسانو لپاره قاضي القضات د سرخوږي څخه کم نه و، چې د خپلې دندې په وروستۍ ورځ يې هم د امنيتي ادارو او حکومت پر ضد امر ورکړ.

افتخار محمد چوهدري په وار وار پياوړی پوځ او اعلي حکومتي چارواکي د عدليې احترام ته مجبور کړي وو.

د ډېرو په اند د پاکستان په تاريخ کې افتخار محمد چوهدري لومړی قاضی دی چې د عدلیې لپاره خپل لوړ مقام "عدلي آزادي" ده، وګاټه.

ورته مطالب