شمالي وزیرستان: پوځي عملیاتو مرګژوبله اړولې

Image caption سیمه کې خبریالان وایې چې وژل شویو او ژوبلو کسانو کې ډېر ځایي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کلا او پوسته له ځانمرګي برید وروسته پوځیانو د وسله والو پر ضد دسیمې په ځينې برخو کې عملیات کړي، چې د ځایي خلکو په وینا عام وګړي پکې وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ میران شاه، بنو پر لویه لار د کهجوري په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کلا او ورسره پر یوې پوستې له ځانمرګي برید څو ساعته وروسته پوځیانو د میرعلي سیمې پر ځیني کلیو بمبار وکړ چې ځایي خلک وایي یو شمېر توغندي د ملکي خلکو پر کورونو او یوه هوټل لګېدلي، چې له کبله یط مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

سیمه کې خبریالان وایې چې وژل شویو او ژوبلو کسانو کې ډېر ځایي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

خو د پاکستان پوځي چارواکي وایي، په ځوابي عملیاتو کې یې ۲۳ وسله وال وژلي دي. دوی وايي، وسله والو د امنیتي ځواکونو پر کاروان هغه مهال برید وکړ چې تېره شپه د کهجوري له پوستې نه د بېرته ستنېدو په حال کې وو.

پوځي چارواکو زیاته کړه، پوځیان سیمې ته د ژوبلو پوځیانو د لېږدولو لپاره ورغلي وو او په یوه جومات کې د لمونځ پر مهال پرې ځانمرګي برید شوی.

دوی وایي، د ډزو په تبادله کې درې پوځیان ژوبل شول. انصارالمجا هدین نومې ډلې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخیستې وه. ویل کېږي چې دا ډله د طالبانو تحریک اړوند ده. د ډلې ویاند ابوبصیر مخکې ویلي وو، د امریکا د ډرون الوتکو بریدونو غچ اخیستو لپاره به پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

وسله والې ډلې ادعا کوې چې د امریکا څارګرو الوتکو په بریدیونو کې د حکومتي ادارو لخوا مرسته کېږي. خو حکومت تل داسې ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

یوه ځایي خبریال د ټلیفون پر کرښه بي بي سي ته وویل چې امنیتي ځواکونو پر موساکي، حیدرخیلو او ای پي کلیو کې عملیات وکړل، چې چورلکې پکې هم کاروول شوې دي.

پوځ د ځایي خلکو د تلفاتو په اړه هېڅ نه دي ویلي. شمالي وزیرستان کې حالت داسې مهال کړکېچن شوی، چې حکومت طالبانو ته یو ځل بیا د خبرو وړاندیز کړی، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.

د لومړي وزیر نواز شریف په مشرتابه د پوځي قومندانانو او وزیرانو په غونډه کې وسله والو ته خبرداری هم ورکړ شوې و، چې د سولې هڅو د ناکامۍ پایله کې د زور پر کارولو غور کېدای شي.

ورته مطالب