د سندرغاړې غزاله جاوید مېړه په مرګ محکوم شوی

Image caption غزاله جاوید سوات کې زېږېدلې وه او د پښتو موسیقۍ یوه مشهوره څېره وه.

د پښتو سندرغاړې غزاله جاوید وژنې قضیه کې محکمې د نوموړې پخوانی مېړه د مرګ په سزا محکوم کړی.

جهانګیر خان د ۲۰۱۲ په جون کې د غزاله جاوید او هغې د پلار په وژنه مجرم وپېژندل شو.

د غزاله جاودید وژنه کې دوه نور تورن کسان تر اوسه بې درکه دي.

د جهانګیر خان مدافع وکیل ویلي، د سزا خلاف به پېښور ستره محکمه کې استناف غوښتنه وکړي.

غزاله جاوید سوات کې زېږېدلې وه او د پښتو موسیقۍ یوه مشهوره څېره وه.

۲۰۰۶ کال کې، چې سوات کې امنیتي حالت ترینګلی شو، غزاله له کورنۍ سره پېښور ته وکوچېده او هلته ټلویزیوني خپرونو کې له برخې اخیستو وروسته د موسیقي نړۍ کې ښه وځلېده.

Image caption له جهانګیر خان سره له واده کولو وروسته غزاله جاوید شپږ میاشتې وروسته له نوموړي د طلاق اخیستو لپاره محکمې ته عریضه وکړه.

غزاله نژدې ۲۵ کلنه وه، نوموړې له جهانګیر خان سره واده وکړ، خو دا واده بریالی نه و او ژر دواړه بېل شول.

نوموړې له واده کولو شپږ میاشتې وروسته د طلاق اخیستو لپاره محکمې ته عریضه کړې وه، خو د محکمې له پرېکړې مخکې ووژله شوه.

د نوموړې د وژنې په باب هم بېلې ګنګوسې خپرې دي.

پېښه کې د هغې یو خور ټپي شوې، چې وايي نامعلوم کسان یې کور ته ورغلل او غزاله او د هغې پلار یې په ډزو وویشتل، خو یو شمېر نور کسان بیا وايي، چې کوڅه کې پرې نامعلومو موټر سیکل سپرو کسانو ډزې وکړې او لور پلار یې ووژل.

ورته مطالب