پښتونخوا کې پر واکسيناتورانو بريد شوی دی

Image caption په تېره يوه کال خيبر پښتونخوا کې لږترلږه ۱۷ کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان شوي

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي د ګوزڼ ضد کمپاين پر يوې ډلې د بريد په پايله کې يو کارکوونکی وژل شوی او بل ټپي دی.

په پېښور کې پولیس وایي دغه پېښه نن (شنبه، ۲۷ ډسمبر) د ښار په څو کيلومترۍ کې د متنو په سيمه کې شوې ده.

د ګوزڼ/ پوليو ضد کمپاين يوه مسوول بي بي سي ته ويلي بريد پر هغو واکسيناتورانو شوی، چې ښار ته په ورتلونکو او وتونکو سړکونو ماشومانو ته واکسين کوي.

دی وايي واکسيناتوران ماشومانو ته د څاڅکو په ورکولو بوخت وو، چې ناڅاپه پرې ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې.

په بريد کې ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی دی.

د واکسين کمپاين مسوولين وايي په کليوالي او لرې پرتو سيمو کې د بريدونو له وېرې پېښور ته په ورغلو او وتلو لارو له تېرو څو مياشتو راهيسې ماشومانو ته د واکسين څاڅکي ورکول کېږي.

په خيبر پښتونخوا په ځانګړي ډول پېښور کې له څه مودې راپدېخوا د واکسين پر کارکوونکو او رضاکارانو بريدونه ډېر شوي دي.

د پېښور د روغتيا چارواکي وايي په تېره يوه کال په دا وړ بريدونو کې لږترلږه ۱۷ کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان شوي دي.

دوی وايي په وژل شويو کې نارينه او ښځينه واکسيناتوران او امنيتي ځواکونه شامل دي.

امنيتي ګواښ

يوه اوونۍ وړاندې د ډسمبر پر ۲۱مه هم وسله والو په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې د ګوزڼ ضد کمپاين يو کارکوونکی په ډزو وواژه.

د وژل شوي نوم غالب خان و او په سيمه کې د ګوزڼ ضد واکسين د ډلې غړی و.

چارواکي وايي دغه کس د جمرود په غنډۍ سيمه کې په ډزو وويشتل شو او ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون کې د اخيستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پوليو ضد کمپاين پر کارکوونکو د بريدونو له ډېرېدو سره د دوی د ساتنې لپاره امنيتي ځواکونه هم ګومارل شوي، خو له دې سره سره بريدونه دوام لري.

داسې برېښي چې د پاکستان حکومت په هېواد په ځانګړي ډول په قبايلي سيمو کې د پوليو د ختمولو په تړاو له خنډونو سره مخامخ دی.

د حکومت پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه د وسله والو له لوري د ګوزڼ ضد پر کارکوونکو او روغتيايي ډلو بريدونه دي.

په پاکستان کې يو شمېر ډلو له واکسين سره مخالفت ښوولی او هغه يې د لويديځ يوه دسيسه بللې ده.

ورته مطالب