کراچۍ کې دوه زده کوونکي وژل شوي

Image caption د مدرسې مولانا اکبر وايي عابد او ساجد مدرسې ته پر لاره وو چې وسله والو کسانو په نښه کړل.

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې ناڅرګندو وسله والو د یوې مدرسې دوه زده کوونکي په ډزو ووژل چې له امله یې یو شمېر خلکو په احتجاجي ډول یو لوی سړک د څه وخت لپاره بند کړ.

د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سیمه کې پولیس وايي د شنبې په ورځ سهار وسله والو کسانو د سنټرم له مارکیټ سره نژدی ډزې وکړې چې دوه ورونه عابد او ساجد په کې ووژل شول.

دا دوه ورونه د احسن العلوم مدرسې زده کوونکي وو.

د مدرسې مولانا اکبر وايي عابد او ساجد مدرسې ته پر لاره وو چې وسله والو کسانو په نښه کړل.

د یادونې وړ ده چې دا دریم ځل دی چې د احسن العلوم مدرسې سره تړاو لرونکي کسان په نښه کېږي.

تر دې وړاندې د نومبر په میاشت کې درې زده کوونکي او د ډسمبر په میاشت کې د دې مدرسې یو چارواکی مولانا محمد اسماعیل د وسله والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شول.

د عابد او ساجد له وژل کېدو وروسته یو شمېر خلکو د یونیورسټي روډ په نامه سړک بند کړ او ټېرونو ته یې اور واچاوه.

دغو احتجاج کوونکو د برېد کوونکو د چټکۍ نیونې غوښتنه کوله خو پولیسو د مدرسې له چارواکو سره تر خبرو وروسته سړک د ترافیکو پرمخ پرانیست.

د اهلسنت او الجماعت د ډلې یوه ویاند اورنګزیب فاروقي د عابد او ساجد وژنه غندلې او ویلي یې دي چې د اهلسنت د عالمانو او زده کوونکو وژنې د اندیښنې وړ دي.

په کراچۍ کې د نیمه پوځي/رینجرز یوه ویاند ویلي له تېرې شپې راهیسې د هدفي وژنو ترشاه د یوه سیاسي ګوند لاس دی چې په وینا یې غواړي په کراچۍ کې امن او ثبات له مینځه یوسي.

تېره شپه پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر یوه دوکان ډزې وکړې چې په کې ۳ کسان ووژل شول.

په کراچۍ کې دا وژنې په داسې مهال کېږي چې د نیمه پوځي ځواکونو/رینجرز له خوا عملیات دوام لري او په ترڅ کې یې تراوسه له ۱۱ زرو نه ډېر مشکوک کسان نیول شوي دي.

ورته مطالب