پېښور ته څېرمه جنازې ځای کې بمي چاودنه شوې

Image caption په پام کې وې چې نن ماسپښین دغه ځای کې د عوامي نېشنل ګوند د وژل شوي، پخواني ایالتي مرستیال مشر میا مشتاق جنازه ادا شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه د جنازې ځای کې بمي چاودنې له کبله یو پولیس سرتېري ژوبل شوی دی.

په پام کې وې چې نن ماسپښین دغه ځای کې د عوامي نېشنل ګوند د پخواني ایالتي مرستیال مشر میا مشتاق جنازه ادا شي.

میا مشتاق د یکشنبې په ورځ نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی. د بي بي سي ځايي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د بمونو شنډولو ادارې فعالان د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د یکشنبې په ورځ خیبر پښتونخوا کې پر سیاسي مشرانو بریدونه وشول، چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د ایالتي مشر په ګډون درې فعالان ووژل شول او د پاکستاني لومړي وزیر میا نوازشریف سلاکار امیر مقام له یوه بریده روغ ووت.

دواړو بریدونو کې اته کسان ووژل شول. پېښور ته څېرمه ماشوخیلو سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر میامشتاق پر ګاډي ډزې وشوې، چې پایله کې یې نوموړی ووژل شو.

پېښور پولیسو دغه پېښه کې د یوه بل ځايي مشر په ګډون د دوو نورو کسانو وژل کېدل تایید کړل.

د ماشوخیلو یوه اوسېدونکي مسعود خان بي بي سي ته وویل، چې دغه سیمه کې د بریدونو لړۍ روانه ده.

د نوموړي په خبره د یکشنبې په شپه سلیمانخیلو سیمه کې څلور چاودنې وشوې، چې پکې څلور کورونه وران شول. ماشوخیل د پېښور اړوند وروستۍ سیمه ده، چې له قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ نه په دوه کیلومتره واټن کې موقعیت لري.

ځايي خلک وايي څه موده مخکې دغه سیمه کې پر یوه برېښناکوټ وسله وال برید شوی، چې پکې پولیس سرتېري او د برېښنا ادارې یو شمېر کارکونکي وژل شوي وو.

ورته مطالب