پېښور، د تبليغيانو مرکز کې چاودنه شوې

د انځور حقوق 1
Image caption پېښه په پېښور ښار کې د چارسدې پر سړک د تبليغيانو په يوۀ مرکز کې شوې ده.

د پاکستان پوليس چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې چاودنې شپږ تنه وژلي دي.

پېښه په پېښور ښار کې د چارسدې پر سړک د تبليغيانو په يوۀ مرکز کې شوې ده.

چاودنه د ماښام له لمانځه لږ وړاندې داسې مهال شوې چې زرگونه کسان په دغه مرکز کې راټول شوي وو.

د خېبر پښتونخوا د ايالتي ادارې روغتيا وزير شوکت يوسفزى وايي په پېښه کې څه د پاسه ٦٠ تنه ټپيان دي.

په پېښور کې د لېډي ريډنگ روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل چې دوى ته د اوو کسانو مړي وړل شوي دي، او دوى د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ډېر نازک وباله.

د پېښور د پوليسو مشر فيصل مختار وايي چاودېدونکي توکي چې شاو خوا ٥ کيلوگرامه وو، له وړاندې د غوړيو په يوۀ ډبي کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د دغه بريد مسوولیت لا چا په غاړه نه اخيستی.

د پښتونخوا مرکز پېښور ښار، په دې وروستيو کې د گڼو بمي چاودنو او ډزو شاهد و چې چارواکي یې پړه پر طالبانو اچوي.

ورته مطالب