'پېښور د نړۍ د ګوزڼ وایروس کور دی'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پېښور کې د قبایلي سیمو اړوند ادرارې ( فاټا سیکرټریټ ) مسوولین وايي د ۲۰۱۳ اوږدو کې قبایلي سیمو کې ګوزڼ وایروس په بشپړه توګه فعال و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور ټوله نړۍ کې د ګوزڼ (پولیو) وایروس ډېر شتون له کبله لومړی مقام لري.

ټول پاکستان کې د ګوزڼ وایروس په جینیټیک ډول پېښور کې له شته وایروس سره تړلی دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي پاکستان ټوله نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د ۲۰۱۲ کال پرتله پکې د ۲۰۱۳ اوږدو کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

په یوه اعلامیه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ګوزڼ وایروس ریجنل ریفرنس لابراتوار مسولینو له قوله ویلي، تېر کال ټول پاکستان کې د ګوزڼ وایروس له ۹۱ پېښو نه ۸۳ پېښو جنیاتي اړیکه پېښور کې له پولیو ویروس سره تړلې ده.

رپوټ کې ویل شوي، تېر کال افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۱۳ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې نه ۱۲ پېښو کې هغه وایروس تر سترګو شو، چې پېښور کې موجود دی.

د تېر کال اوږدو کې نه یوازې دا چې د پولیو پېښې د پخوا پرتله ۳۵ سلنه ډېرې شوې، بلکې د پولیو ضد واکسین پر فعالانو لومړی ځل بریدونه ډېر شوي دي، چې له کبله يې د دغه ناروغۍ پر ضد مبارزې کې یو نوی اړخ رابرسېره شوی.

پاکستان کې تېر کال اوږدو کې د ګوزڼ ۸۳ پېښې مخې ته راغلې، چې پکې ۷۰ پېښې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا اړوند دي.

دې پېښو کې ۶۰ پېښې قبایلي سیمو کې ثبت شوې او ۱۰ د ایالت په مختلفو سیمو کې مخې ته راغلې.

پېښور کې د قبایلي سیمو اړوند ادرارې ( فاټا سیکرټریټ ) مسوولین وايي د ۲۰۱۳ اوږدو کې قبایلي سیمو کې ګوزڼ وایروس په بشپړه توګه فعال و.

د ناسم امنیتي وضعیت او پولیو ضد واکسین فعالانو ته د فعالیت اجازې نه ورکېدو له کبله د تېرې یو نیم کال مودې کې شمالي او جنوبي وزیرستان کې ګوزڼ ضد واکسین نه دی ترسره شوی، چې له کبله یې دغه سیمه کې ماشومان د دغې ناروغۍ ښکار کېږي.

ورته مطالب