چارسده کې پر پولیسو برید کې ۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پولیسو پر ګاډي ریموټ کنترول بمي برید چارسدې په سر ډېری سیمه کې شوی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې چارواکي وايي د ګوزڼ ( پولیو ) ضد واکسین فعالانو پر ساتنه ګومارل شویو پولیسو ګاډي د ریموټ کنترول بم ښکار شوی، چې پایله کې اووه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د پولیسو ځايي مشر شفیع الله خان په وینا، پېښه د سرډېری په بازار سیمه کې وشوه.

وژل شویو کسانو کې شپږ پولیس او یو ماشوم شامل دي.

پېښه کې د ګوزڼ ضد واکسین فعالانو ته زیان نه دی اوښتی.

چارواکي وايي پولیسو له پېښې وروسته سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي او داسې هم ویل کېږي چې یو شمېر شکمن کسان نیول شوي دي.

چارسده سیمه کې د تېرو دوو ورځو مودې کې دا دریم برید دی.

له دې مخکې بمي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي وو. پاکستان په لر او بر کې د حکومت له لوري د ګوزڼ ضد واکسین د دوشنبې په ورځ پیل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور او دوو نورو سیمو، چترال او هریپور کې د یو شمېر لاملونو له کبله دغه کمپاین ځنډول شوی دی.

له دې مخکې پرون ' جنوري ۲۱ ' د پاکستان کراچۍ ښار کې وسله والو کسانو د دوو مېرمنو په ګډون، چې ماشومانو ته یې ګوزڼ ضد واکسین ورکول درې کسان ووژل.

رپوټونه کې ویل شوي وو، وسله والو پر روغتیايي کارکونکو هغه مهال ډزې وکړې، چې دغه کسان د حکومتي ګوزڼ ضد واکسین لړ کې کور په کور ګرځېدل.

پاکستان د نړۍ له یو شمېر هغو هېوادونو دی، چې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس پکې په ډېرېدو دی.

ورته مطالب