بلوچستان کې ۱۳ مسخ شوي جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق file photo
Image caption په بلوچستان په وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي

د بلوچستان ايالتي حکومت په خضدار سيمه کې په يوه ډله ييز قبر کې د مسخ شويو جسدونو له راوتلو وروسته د پلټنو لپاره يوه کمېټه ټاکلې ده.

د پاکستان حکومتي تلوېزيون د راپور له مخې د بلوچستان د لوړې محکمې قاضي نور محمد مزکنزی د دغې کمېټې مشري کوي.

د تلويزيون د راپور له مخې د شنبې په ورځ د بلوچستان د کورنيو چارو له لوري په يوه خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي، چې دغه کمېټه به د يوې مياشتې په اوږدو کې د خپلو پلټنو راپور وړاندې کوي.

له ډله ييز قبر نه تېره اوونۍ د توتک په سيمه کې جسدونه ترلاسه شول.

په دغه سيمه کې د حيواناتو څروونکو/ شپنو چارواکو ته د جسدونو د شته والي په اړه خبر ورکړ.

په لومړي سر کې له دغه ځايه د دوو کسانو او بيا د ۱۱ نور جسدونه راووتل، چې د پېژندلو نه دي.

د چارواکو په خبره د دغو کسانو له وژلو وروسته پر دوی چونه اچول شې، چې ونه پېژندل شي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي بي بي سي ته ويلي حکومت د دغو کسانو د پېژندګلوۍ لپاره د 'ډي ان اې' ازموينې کوي.

بل خوا د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د ترلاسه شويو جسدونو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او په خپله وينا پاڼه کې يې د قاتلينو د پيدا کولو غوښتنه کړې ده.

دوی ويلي عدالت ته د دغو کسانو په راکاږلو کې بايد حکومت هڅه وکړي او د پېښې لاملونه پيدا کړي.

ورته مطالب