پښتونخوا کالم: اې نويه کاله!

د انځور حقوق Other
Image caption مونږ له هر کال سره د خوش بينۍ نوې نوې هیلې او ارمانونه تړو او يادوو یې.

د نړۍ په انګرېزۍ کښې ستا هره لومړنۍ جنوري د نوي کال په نوم پېژندل کېږى.

اوس ته بيا نوى شوى یې، تا ته اوس 2014ء ویلى شي.

مونږ له هر کال سره د خوش بينۍ نوې نوې هیلې او ارمانونه تړو او يادوو یې.

خو دا ځل ستا سره په دې منطقه کې د هيلو، ارمانونو سره سره ويرې ترهې، ګومانونه هم يادېږى او هغه دا چې هر څوک وائى: که له افغانستانه د ناټو پوځونه ووځى، په بله معنا که امريکا افغانستان پرېږدي نو په افغانستان کې به څه کېږى؟

دا وېرې ترهې، ګومانونه، ارمانونه او هيلې هر څه د دې منطقې برخې ګرځېدلې دي او موږ وايو:

زمونږ د برخو په ورېځو تشدد شوى دى

زمونږ په کلو په شېبو شېبو ورېږي وينه

مونږ چې دا برخې يادوو نو ورسره بيا په شعرى ژبه دا هم وايُو!

دا زمونږ نصيب دى چې په وينو کښې مزل کوو

يو دښمن چې ووهو بيا بل وهو بيا بل وهو

.

مونږ د پردو لويو لوبو واړه کوچني لوبغاړي يو، د سرونو د بُزکشۍ په دې خونړۍ لوبه کې تر دې ځايه راورسېدو او اوس له هر کال سره نوې نوې هيلې يادوو.

اې نوى کاله!

ستا زمونږ سره يوه اوونۍ وشوه، زه هر کال ستا سره ځينې پښتانه اتلان مشران د قامي ملي غورځنګونو رهبران، د قلم خاوندان مړي يادوم، ستا سره یې معرفي کوم، خو هر کال په پای کښې ځينى داسې خلګ زمونږ څخه واخلى چې مونږ بيا دا لنډۍ وايو!

رابره مشې سپېرهٴ کاله

بنګړي په لاس جينکۍ وږي ټولوينه

خو که مونږ هر څه هر څه ووايو، د ژوند د سفر ګردش نه درېږي.

دا به داسې کېږى، دا داسې شوي دي، دا به دوام لري، ځکه چې ژوند د مرګ لپاره پېدا دى.

دا بېله خبره ده چې ځينې خلک د خپل مرګ نه هم ژوند جوړوى لکه په 2013 م تلو تلو کښې په 27 ډسمبر د جمعې په ورځ د مردان پښتونخوا نوموتی شاعر محترم قمر راهي له ځان سره تورو خاورو ته يوړو او د پښتو ادب د نوموړو سرخېلانو يو باب پاې ته ورسېدو.

قمر راهى شاعر و خو د مياشتنۍ مجلې ''قند'' په حواله په صحافتي دنيا کښې هغه وخت د تېرو دورو د بانګ حرم، پښتون، رهبر او نورو ډېرو پښتو مجلو يوه لړۍ ياده شوه.

قند مجلې هغه ليکوالان بيا را ژوندى کړل چې د پاکستان پابنده صحافت سزا کړي هم وو.

د ليک او خپرونې لارې یې ور بندې کړې هم وې او مجلې مطبوعاتى لړۍ ئې ورله ختمې کړې هم وې!

قمر راهي د مردان د چينو د مل ''مردان شوګرمل'' نه د قند مجلې يو اوږد صحافتي تاريخ د پښتو صحافت لويه پانګه ده.

اې نوى کاله!

نوي مړي به درته هم يادوم خو زاړه مړي ستا د راتګ سره ارو مرو يادېږى.

لکه په مړو ايرو چې باد ولګي او مړې سپرغۍ پکښې تازه شي، ستا هره دریمه نېټه، 3 جنوري د نوموړي پښتون انقلابى، شاعر او صحافي صنوبر حسېن کاکاجي د مرګ نېټه ده.

3 جنورى 1953ء د کاکاجي تلين دى، دا هاغه کاکاجي دى چې په خپله پښتونخوا کښې د باجوړ په غرونو ''سوال قلعه'' کښې جلاوطن و.

او په سوال قلعه کښې نن هم د هغهٴ د لاس نخښې دا څرګندونه کوي کوم وخت چې د باچاخان عدم تشدد غږ خپور و، کاکاجي د اېنډيا د سبهاش چندرابوس د مزاحمتي تحريک پلوى و، ډېر انقلابيان یې راپېدا کړي وو او بيا په اخري عمر د خېبر بازار په بالاخانو کښې د اولسي ادبي جرګې د محفلونو سينګار و، په خپل سپين سر یې د خيرن پټکي په ولونو کښې د خپلو انقلابي شهيدانو نومونه د پاکستان د قدغنونو سره داسې ګرځولي دي لکه دا لنډۍ!

په لاره ځم ټوله شړنګېږم

ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه

کاکاجي د ساه لنډۍ بيمار وهٴ، خو په داسې عمر هم د پاکستان قانون دا انقلابي معاف نکړ، او د لاهور شاهي قلعې دوزخ ته یې ورسولو!

د قلندر مومند دا شعرونه د لاهور د شاهي قلعې د کاکاجي د زنداني ملګرتيا يادونه تازه کوي!

چې په خوشحال په رنتهمبور کښې وشوې

هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې

د رڼا ناوې دغه ټولې قيصې

ما سره ستا د مينې تور کښې وشوې

د اشنا ياد د قفس ور مات کړو

بېلتونه ډزې دې په کور کښې وشوې

دا هاغه کاکاجي دى چې هره دریمه جموري یې اوس هم ځينې انقلابي ملګري په لفظونو يادوي خو په عمل نه!

اى نوى کاله!

دا پوښتنه نن په تا کښې په يو بل انداز راپورته کېږي، پښتون افغان سره اوس ټول پاکستان او ټوله نړۍ حېرانتيا وړې ده چې په 2014 م کښې به څهٴ کېږي؟

اې نوى کاله!

دغه دوه مشران (باچاخان، ولي خان) نن په مونږ کښې نشته، خو هغوى به ویل!

دا زمونږ جنګ نه دى، مونږ پردي جنګ ته بډې وهلې دي.

په لوی افغان مو کور وران کړو، خو زمونږ کورونو ته که دا اور راورسېدو نو بيا به څه کوئ؟

هغه اور اوس د لوی پښتون افغان په کور لګېدلى دى، او مونږ چیغې وهو!

خدايه څوک راپیدا کا چې زمونږ د لمنې نه دا اور مړ کړي.

اوس د پاکستان لمن سوزېدلې ده، اور ته لمن نشي وهلى، ځکه مونږ د ځانه دا لمبې په نورو سړول غواړو.

اې نوى کاله!

ستا په سترګو کښې چې څه دي، هغه هر چا ته ښکاره دي، ته خپلې سترګې پټولې نشې خو که سترګې دې پټې کړې نو بيا به ته هم په خونړي نوم يادېږې!

ورته مطالب