پېښور: د بډه بېرې یوه کور کې برید نهه کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ماشوخېل سیمه د پېښور په څنډو کې پرته ده، چې له بډه بېرې سره تړاو لري.

د خیبر پښتونخوا پېښور ښار اړوندې ماشوخېلو سیمې یوه کور کې د اورپکو برید لږترلږه نهه طالبانو ضد رضاکاران وژلي دي.

په دې سیمه کې د امن لښکر په نامه ډلې پر غړو بریدونه له څو ورځو راهیسې دوام لري.

د سیمې د پولیسو مشر ویلي، د برید کوونکو شمېر ډېر و، چې تېره نیمه شپه یې دغه برید کړی دی.

دوی لومړی پر یوه کور لاسي بم غورځولی، کله چې د کور وګړي بهر ته راوتلي ډزې یې ورباندې پیل کړې، او نهه کسان یې وژلي دي.

دغه پېښه تېره شپه شوې، خو په سیمه کې د وېرې له کبله پولیس هم نه پاتې کېږي.

ګهیځ چې پولیس ورغلي، سیمه ییزو خلکو پر پېښې خبر کړي دي.

پولیسو ویلي، اورپکو پر هغه کور برید کړی، چې د حکومت ملاتړي امن لښکر رضاکاران په کې اوسېدل.

ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي او یا د دوی خپلوان دي.

پولیسو دا هم ویلي، څو ورځې مخکې اورپکو د امن لښکر ډلې یو مشر هم وژلی و.

د وژل شوې کورنۍ یو غړی ظفر پولیسو کې و، چې څو ورځې مخکې اورپکو په جګړه کې وواژه.

پولیس وايي، چې ظفر داسې مهال وژل شوی، چې تر یوې چاودنې وروسته د پېښې سیمې ته پولیس پر وخت وخت ونه رسېدل.

داسې معلومات دي چې جنګېدونکي اورپکي د لشکر اسلام په نامه ډلې غړي دي، چې څو ورځې مخکې یې د امن کمېټې رضاکارانو یو مهم مشر ور وژلی، چې دوی غوښتل د هغه د وژلو غچ واخلي.

ماشوخېل سیمه د پېښور په څنډو کې پرته ده، چې له بډه بېرې سره تړاو لري.

تر ډېره په دې سیمه کې د اورپکو له خوا بریدونه کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption برید نیمه شپه شوی، خو سیمه ییز خلک وايي، چې پولیس ایله سهار ورته راورسېدل.
د انځور حقوق Reuters
Image caption وژل شوي د امن لښکر طالبانو ضد ډلې غړي دي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption لومړی وسله والو کورته لاسي بمونه ورغورځولي، کله چې خلک راوتلي، دوی ډزې پرې کړې.

ورته مطالب