پښتونخوا کې د مينې په ورځ وينې

د انځور حقوق AP
Image caption ولنټاين ډې هر کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لمانځل کېږي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پېښور په پوهنتون کې د عاشقانو ورځ 'ولنټاين ډې' د لمانځلو پر مهال شخړه رامنځته شوې، چې د ډزو په پايله کې یو محصل ټپي شوی دی.

په دغه ورځ ۱۴' فبروري' مينان او نژدې دوستان د خپلې مينې د ښوولو لپاره يو بل ته ډالۍ او د ګلونو ګېدي وروړي، خو پښتونخوا په دغه ورځ هم کراره نه وه.

په دغه ورځ د مينې پر ځای وينې تويې شوې.

د پېښور پوهنتون وياند اختر امين بي بي سي ته ويلي چې ډزې د جمعې له لمانځه وروسته د غرمې نژدې ۱۲:۰۰ بجې وشوې.

دی وایي د محصلينو دوو ډلو دوه بېلابېلې ورځې لمانځلې، چې له امله يې دغه پېښه رامنځته شوه.

ښاغلی اختر وايي: ''د پښتنو محصلينو ټولنې د ولنټاين ورځ لمانځله، په داسې حال کې چې د جمعيت اسلامي طالبانو د حيا ورځ لمانځله، چې د دواړو ډلو ترمنځ ترينګلتيا رامنځته شوه''.

دی وايي د ډزو تبادله هغه مهال وشوه چې دواړه ډلې د پوهنتون د اکاډمي بلاک کې يو بل ته مخامخې شوې او ترمنځ يې لفظي شخړه هم رامنځته شوه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پوهنتون د ولنټاين ورځې د لمانځلو اجازه ورکړې که نه، اختر امين يې په ځواب کې وويل: ''د سترو مراسمو ترسره کېدو لپاره له پوهنتون نه اجازه اخيستل اړينه ده، خو که محصلين په سوله ييز ډول په انفرادي توګه مراسم لمانځي نو په دې بنديز نه شته''.

د پېښور پوهنتون د پوليسو يو مشر رحيم حسين وايي، د پوهنتون ادارې د دغې پېښې د پلټنو لپاره د معراج الاسلام په مشرۍ يوه څلور کسيزه کمېټه جوړه کړې ده.

په نړۍ کې هر کال د فبروري ۱۴مه د ولنټاين يا د مينې د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

ورته مطالب