پاکستانی مهم طالب قوماندان وژل شوی

Image caption حکومت د پاکستاني طالبانو د قوماندان عصمت الله شاهین بیټني د نیولو لپاره د لس میلیونو کلدارو جایزه هم ټاکلې وه

ناڅرګندو وسله والو د افغانستان له پولې سره نژدي په قبایلي سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو لوړ رتبه قوماندان عصمت الله شاهین بېټنی د هغه له دریو نورو ملګرو سره یوځای وژلی دی.

په رپوټونو کې د چارواکو او د وژل شوي طالب قوماندان د خپلوانو له خولې ویل شوي چې پر عصمت الله شاهین بېټني هغه مهال برید وشو چې نوموړی په شمالي وزیرستان کې له میرانشاه سره نژدي له یوه کلي نه په موټر کې تېرېده.

برید د درګاه منډي په سیمه کې شوی خو دا څرګنده شوې نه ده چې هغه د چا له خوا وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو د شاهین بېټني د وژل کېدو خبره تاييد کړې ده.

د طالبانو سرچینو ویلي چې د هغوی یو بل قوماندان شیر رحمان بېټنی هم په دې برید کې وژل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامینځ ته شوې چې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ځنډېدلي دي.

ویل کېږي چې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې عصمت شاهین الله بېټنی ډېر فعال و.

تېر کال د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته عصمت الله شاهین بېټنی د لنډ وخت لپاره د پاکستاني طالبانو مشري وکړه.

د هغه په اړه ویل کېږي چې د لویو بریدونو ترشاه یې لاس درلود او د حکیم الله مسید له نژدي ملګرو و.

عصمت الله شاهین بېټنی د حرکت المجاهدین ډلې غړی هم پاتی شوی و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم جنګېدلی و.

حکومت د هغه د نیولو لپاره د لس میلیونو کلدارو جایزه هم ټاکلې وه.

ورته مطالب