وزيرستان کې جېټ الوتکو ۳۰ تندلاري وژلي

Image caption جنګي الوتکو د شمالي او جنوبي وزیرستان ترمنځ د شوال سيمه په نښه کړې ده

د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي، د سې شنبې په سهار د پاکستان د هوايي ځواک جېټ الوتکو د شمالي وزيرستان درې سيمې بمباري کړي چې په پايله کې یې لږترلږه ۳۰ تندلاري وژل شوي دي.

دوی وايي په هوايي بريدونو کې د وسله والو څو مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.

دغو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې د پاکستان جنګي الوتکو د شمالي او جنوبي وزيرستان پر پوله د شوال په سيمه کې د وسله والو تندلارو سنګرونه په نښه کړي دي.

له دې پرته د جنګي الوتکو د شمالي وزيرستان د ګروم کلي هم بمباري کړي دي.

هغو لرې پرتو سيمو ته چې د پاکستان جنګي الوتکو بمباري کړي رسنی لاسرسی نه لري او نړيوالې رسنۍ تر ډېره د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د ادعا راپورونه ورکوي.

تر دې پنځه ورځې وړاندې د فبروري په ۲۰مه د شمالي وزيرستان په ميرعلي او خيبر ايجنسۍ کې د باړې سيمې په دوو ځايونو کې حکومتي ځواکونو ۱۵ وسله وال وژلي وو.

د قبايلي سيمو په دغو عملياتو کې دوه سيمې په نښه شوې وې، چې جنګي جېت او توپ لرونکو څرخي الوتکو پرې بمباري کړې ده.

په تېرو دوو مياشتو کې دا په ميرعلي کې د پاکستاني ځواکونو دويم ځلي عمليات دي.

له دې مخې د جنورۍ په ۲۰مه د پاکستان پوځي سرچينو په دغه سيمه کې د جېټ الوتکو په عملياتو کې د دريو جرمني تندلارو په ګډون د ۴۰ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.

د پاکستان پوځ دغه عمليات پر داسې مهال کوي، چې پاکستاني طالبانو ۲۳ نيول شوي پاکستاني سرتېري ووژل.

طالبانو دغه کسان شاوخوا څلور کاله وړاندې نيولي و.

له دغه بريده وروسته د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پيل شوې خبرې وځنډېدې او تر اوسه يې د بېرته پيلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

ورته مطالب