هنګو کې چاودنې ۶ پاکستاني سرتېري وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption تر اوسه د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې

پاکستاني چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په کاروان د بريد په پايله کې د وژل شويو سرتېرو شمېر شپږو ته پورته شوی دی.

دوی وايي په دغه بريد کې اته کسه نور ټپيان دي.

په پېښور کې يوه پوځي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دا پېښه نن د چارشنبې په ورځ د کرم ايجنسۍ په سيمه کې رامنځته شوه.

ده وويل چې د پوځي ځواکونو يو کاروان له هنګو نه مناتو ته روان و، چې د ورمېګې په سيمه کې له لرې د کنټرولېدونکي ماين ښکار شو.

دغه سيمه له صدې بازار نه شاوخوا ۲۰ کيلومټره واټن لري او دغه سيمه د اورکزی ايجنسۍ او هنګو ولسوالۍ ترمنځ پرته ده.

د ده په وينا په بريد کې درې سرتېري ځای پر ځای ووژل شول او لس نور ټپيان شول.

ټپيان د ټل ښار روغتون ته لېږدول شوي چې دريو کسانو يې د اخيستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

تر اوسه د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

د فبرورۍ په ۲۲مه د حکومت توپ لرونکو څرخي الوتکو په هنګو کې د تندلارو پر سنګرونو بريدونه وکړل، چې لږترلږه شپږ تندلاري په کې ووژل شول.

تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو د يوې مياشتې لپاره د اوربند وړانديز کړی و او له حکومت يې غوښتي چې مثبت ځواب ورکړي.

ورته مطالب