پاکستاني مرکچيان وزيرستان ته رسېدلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې وه دوی پرون وزيرستان ته تللي وای، خو د خرابې هوا له امله يې سفر وځنډېد

د پاکستان حکومتي رسنۍ وايي، د پاکستاني طالبانو او حکومت مرکچيان د طالبانو له شورا سره د مخامخ خبرو لپاره شمالي وزيرستان ته رسېدلې دي.

د پاکستان د حکومتي راډيو د خبر له مخې د دواړو کمېټو د غړو کاروان د شمالي وزیرستان شوال سيمې ته رسېدلې دی.

تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو د کمېټې د مشر مولانا سميع الحق يوه مرستيال احمد شاه بي بي سي ته ويلي، چې د کمېټو يو شمېر غړي له اسلام اباد او يو شمېر نور يې له پېښور نه قبايلي سيمو ته روان شوي دي.

احمد شاه ويلي و، چې په دواړو کاروانونو کې د کمېټو ټول غړي شامل دي او دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د کمېټې مشر مولانا سميع الحق پخپله د طالبانو له شورا سره د خبرو لپاره ورځي.

تېره ورځ د جماعت اسلامي مشر پروفيسور ابراهيم ویلي و، چې له حکومت سره په خبرو کې قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر او مولوي بشير د طالبانو استازيتوب کوي.

د طالبانو د کمېټې غړي پروفيسور ابراهيم بي بي سي ته وويل، چې حکومتي کمېټې پرون سه شنبه ونه شو کړای د خرابې هوا له امله قبايلي سيمې ته ولاړه شي.

احمد شاه وويل د دغه پړاو خبرو کې به دوی د طالبانو له شورا پرته د طالبانو له نورو مشرانو سره هم غیر رسمي ليده کاته وکړي.

اوربند غځول

د طالبانو د کمېټې سرچينو دا خبره نه رد او نه هم تاييد کړه، چې په دغو کسانو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی کوم استازی هم شته که څنګه.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندې له پاکستاني حکومت سره خبرې پيل کړې وې، خو وروسته له هغه وځنډېدې چې طالبانو ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل.

د طالبانو دې کړنې د يوې مودې لپاره د سولې خبرې په ټپه ودرولې، چې دا دی له شاوخوا يو مياشتني ځنډ وروسته بيا پيلېږي.

پروفيسور ابراهيم وويل، هڅه کوي چې طالبان د يو میاشتني اوربند غځولو ته وهڅوي. طالبانو دغه اوربند د مارچ په لومړۍ نېټه د يوې مياشتې لپاره اعلان کړی وو.

ښاغلي ابراهيم وويل: ''موږ هڅه کوو، چې موقتي اوربند په دايمي سوله بدل کړو''.

يوه طالب مشر بي بي سي ته ويلي، چې د اوربند غځولو پرېکړه به وضعيت ته په کتو وکړي.

د مخامخ خبرو له پيل وړاندې د طالبانو د خپلو غير پوځي ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، چې په خبره يې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

خو د پاکستان پوځ په بند کې د ښځو او کوچنيانو ساتلو ادعاوې رد کړې دي.

ورته مطالب