پښتونخوا کې يوه بريد پنځه پوليس وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي د چارسدې چاودنې لويه برخه قربانيان ملکيان دي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په دوو ښارونو کې په لسو ساعتونو کې پر پوليسو دوه بريدونه شوي، چې له امله يې د پنځو پوليسو په ګډون شپږ کسه وژل شوي دي.

راپورونه وايي په دغو بريدونو کې څه دپاسه ۲۵ کسه نور ټپيان دي.

دا له هغه راهيسې چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره ۴۰ ورځنی اوربند نور و نه غځاوه دا پر امنيتي ځواکونو دريم بريد دی.

لومړی بريد په پېښور کې د پوليسو پر يوه موټر شوی، چې پنځه امنيتي سرتېري په کې ووژل شول.

دغه پېښه د بډه بېرې په شاوخوا سيمه کې د پوليسو له يوې پوستې سره په خوا کې هغه مهال وشوه چې ناپيژاندو وسلوالو پر يوه موټر بريد وکړ.

امنيتي چارواکي وايي پوليس په ګزمه بوخت و، چې په څو/کمين کې ناستو وسلوالو پرې ډزې وکړې.

بډه بېره د پېښور د استوګنې يوه سيمه ده او دا د والي له ميشت ځايه نژدې ۱۰ کيلومتره لرې ده.

د دغې سيمې دواړو خواوو ته په ۱۵ کیلومترۍ کې قبايلي سيمې پرتې دي.

د چارسدې بريد

د خيبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه موټر له لرې کنټرولېدونکی ماين چاودلی چې له امله يې يو ملکي وژل شوی او ۲۸ که نور ټپيان دي.

د پړانګو د پوليسو مرکز يوه مسوول امير نواز خان وويل: ((د پوليسو يو موټر روان و، چې د فاروق اعظم په څلورلارې کې يوه ريموټ کنټرول بم په نښه کړ. ظاهرآ داسې بريښي چې چاودېدونکي توکي د سړک په خوا کې په يوه ولاړ موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي و).

د پولیسو په خبره دغه پېښه د سې شنبې پر ورځ د چارسدې بازار پر نوښار سړک رامنځته شوه.

عيني شاهدان وايي د چاودنې له امله موټر ويجاړ شوی او د چاودنې له زوره شاوخوا ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی.

ورته مطالب