افغان کډوالو ته له باړې سيمې د وتو خبرداری

د انځور حقوق AP
Image caption په خيبر ايجنسۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې وضعيت خورا کړکېچن دی

د پاکستان په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې يوې وسلوالې ډلې د باړې په سيمه کې د دېره افغان کډوالو يوه قوم ته ويلي، چې په سملاسي ډول له سيمې ووځي.

راپورونه د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي له دغه خبرداري وروسته ځينې کورنۍ له دغې سيمې وتلې دي.

د باړې ځايي خلکو ويلي پرون (يکشنبه، ۲۷ اپريل) د وسلوالو يوې سخت دريځې ډلې لشکر اسلام د سپاه په سيمه کې له مېشتوافغانانو غوښتي چې يوې بلې سيمې ته وکوچېږي.

د دغه قوم خلکو ته چې د سيمې د پرېښودو ويل شوي د ننګرهار ولایت دي او د قوم نوم يې نيازيان ښوول شوی دی.

ځايي خلک وايي د باړې په سپاه سيمه کې نور افغانان هم دېره دي، خو هغوی ته دغه خبرداری نه دی ورکړای شوی.

داسې معلومات شته چې د سپاه په سيمه کې لسګونه افغان کورنۍ مېشتې دي او دغه سيمه له باړې نه يوازې څو کيلومتره لرې ده.

ځايي سرچينو ويلي چې د سخت دريځې وسلوالې ډلې دريځ تر اوسه نه دی څرګند، خو ويل کېږي د دغه قوم خلکو د دغې تندلارې ډلې پر ضد فعاليتونه کول.

په خيبر ايجنسۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې وضعيت خورا کړکېچن دی.

په دغه سيمه کې د طالبانو له تحريک پرته نورې ډلې هم فعالې دي.

څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو د خيبر ايجنسۍ په تيراه کې پوځي عمليات وکړل او په څو ځايونو کې يې هوايي بريدونه هم وکړل چې له لسو زيات کسان په کې ووژل شول.

امنيتي سرچينو ويلي، چې په دغو عملياتو کې مهم تندلاري وژل شوي وو، چې د اسلام اباد د ميوو په يوه مارکېټ کې د بريد پلانوونکي هم په کې شامل وو.

د خيبر ايجنسۍ د باړې سيمې زرګونه کورنۍ اوس په پېښور کې ځای ځای او له نوښار سره نژدې د جلوزيي په کمپ کې دېره دي.

که څه هم له پېښوره باړې ته ورغلې لار له تېرو څو مياشتو راهيسې د ترافيکو پر مخ پرانستې ده، خو د باړې بازار له تېرو څلورو کلونو راهيسې بند دی.

ورته مطالب