جمرود کې پر ناټو اکمالاتي کاروان برید شوی

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption د ناټو ځواکونو یوه اکمالاتي لاره له خیبر ایجنسۍ سیمې تېرېږي، چې د لارې اوږدو کې پر اکمالاتي کتارونو ډېری بریدونه کېږي.

خیبر ایجنسۍ قبایلي سیمه کې نامعلومو کسانو د ناټو پر اکمالاتي ګاډي برید کړی، چې پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

پېښه کې یوه کانتینر اور اخیتسی. دغه پېښه د دوشنبې په ګهیځ د جمرود په وزیر ډنډ سیمه کې رامنځ ته شوې.

ځايي چارواکي وايي، نامعلومو کسانو د ناټو اکمالاتي کاروان پر یوه ګاډي ډزې وکړې، چې پکې درې کسان ټپیان شوو، چې وايي دوو یې وروسته ساه ورکړه.

د سیمې اوسیدونکو په وینا بریدګر کسان له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوو.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې ګواکې بریدګرو کانتینر ته اور ورته کړ، خو چارواکي وايي اور د ډزو له کبله ولګېد.

څو ورځې مخکې هم جمردو سیمه کې د ناټو پر یوه اکمالاتي کاروان برید شوی و، چې پایله کې یې یو ډرېور او کلینر ټپیان شوي وو.

له بریده وروسته ملېشه ځواکونو پر بریدګرو ډزې وکړې او بریدګر وتښتېدل.

افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو یوه اکمالاتي لاره له خیبر ایجنسۍ سیمې تېرېږي، چې د لارې اوږدو کې پر اکمالاتي کتارونو ډېری بریدونه کېږي.

دې سره د بلوچستان د چمن لاره هم د ناټو کاروانونو لپاره کاروله کېږي.

د خیبر ایجنسۍ سیمه کې له څه مودې راهیسې حالات خورا کړکېچن دي.

دغه سیمه کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوی شمېر خلک بې ځایه شوي دي.

نوښار ته څېرمه جلوزو پنډغالي کې اوس هم ډېری مېشت کډوال د خیبر سیمې اوسېدونکي دي.

دې سره ډېر نور کسان بیا خوندي سیمو کې د خپلو خپلوانو کورونو کې اوسېږي.

ورته مطالب