پاکستان د امريکايي څارگر له محاکمې تېر شو

Image caption امريکايي چارواکو وويل جېول کاکس په يوۀ لنډمهالي ماموريت پاکستان ته تللى و

يوې پاکستانۍ محکمې په کراچۍ ښار کې د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې (اف بي آى) پر يوۀ مامور چې له چاودېدونکو توکو سره نيول شوى و، د لگېدلو تورونو د لېرې کېدا حکم کړى.

پوليس چارواکو محکمې ته وويل حکومت کره کړې چې جوېل کاکس ته د ځان ساتنې لپاره د وسلې لېږدولو اجازه ورکړل شوې وه، نو دوى اوس غواړي چې د هغه پر ضد محکمې ته وړاندې شوې دوسيه بېرته واخلي.

ښاغلى کاکس د روانې مياشت په لومړيو کې، د کراچۍ په هوايي ډگر کې وروسته له هغه ونيول شو چې د کاليو په بکس کې يې مردکې يا مرمۍ وموندل شوې.

نوموړى بيا وروسته د ١٠٠٠٠ ډالرو په بدل کې په ضمانت پرېښوول شو.

امريکايي چارواکو وويل جېول کاکس په يوۀ لنډمهالي ماموريت پاکستان ته تللى و.

د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې دغه مامور له کراچۍ نه اسلام آباد ته په لاره و چې پاکستان امنيتي ځواکونو د ترهگرۍ ضد قانون له مخې ونيو.

له نوموړي سره د ٩ملي متريزې تومانچې ١٥ مردکې ونيول شوې.

په پاکستان کې د امريکايي څارگرو فعاليت، په تېره کې د دواړو هېوادو د خپلمنځيو اړيکو ترنگلتيا يو لامل و، او په دغه هېواد کې يې د امريکا ضد احساسات هم راپارولي دي.

په ٢٠١١ م کال کې ناندرۍ وروسته له هغه رادبره شوې چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آى اې) يوۀ قراردادي رېمونډ ډېوېس په لاهور کې د دوو پاکستاني وگړو د وژنې په تور ونيول شو.

هغه وويل دا کسان يې له دې امله په ډزو وويشتل چې په وسلو سمبال و او له دۀ يې د غلا هڅه کوله.

ښاغلى ډېوېس وروسته له هغه پرېښوول شو چې د وژلو شويو وگړو خپلوانو د پيسو وړانديز ومانه.

د اسلامپالو اورپکو په وړاندې نړېواله جگړه کې د امريکا او پاکستان ترمنځ همکاري د ډېرو پاکستانيانو غوسه را پارولې ده.

ورته مطالب