مومند ایجنسۍ کې بمي چاودنې څلور پوځیان وژلي

د انځور حقوق
Image caption قبایلي سیمو کې له څه مودې راهیسې د سخت دریځو له لوري پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کېږي.

د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ په پنډیالي سیمه کې د سړک غاړې بم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

د پاکستان پوځ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې پېښه په شاتي نومي کلي کې شوې ده.

په پیغام کې ویل شوي، چې شلخي بم چاودنې له کبله څلور پوځيان وژل شوي او درې ټپیان دي.

د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزي په خپل رپوټ کې کاږي، چې د شنبې په ورځ یو دولتي ښوونځي په بمونو والوځول شو، چې له هغه وروسته پوځیانو سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړل.

د سړک غاړي ماین داسې مهال وچاودېد، چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له سیمې د تېرېدو په حال کې و.

د نورو قبایلی سيمو په ګډون مومند ایجنسۍ سیمه کې له تېرې څه مودې راهیسې بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو پېښې رامنځته کېږي.

دغو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو د سخت دریځو بریدونه هم دوام لري.

د تېرې یکشنیې په ورځ هم ځايي چارواکو وویل، چې دوو بمي چاودنو پایله کې د ځايي امنیتي ځواکونو یو سرتېری ووژل شو او د یوې مېرمنې په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شول.

د روانې مې میاشتې په اتمه نېټه د شمالي وزیرستان په میران شاه سیمه کې د سړک غاړي ماین چاودنې له کبله نهه پاکستاني پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

تېر کال سپتامبر میاشت کې د پاکستان حکومت له سخت دریځو سره د خبرو پرېکړه وکړه، خو تر اوسه پورې د دغو خبرو کومه پایله نه ده تر سترګو شوې.

ورته مطالب