ملتپاله بلوچ مشر نواب خير بخش مري ومړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نواب مري له تېرې جمعې راهيسې د کراچۍ په يوه شخصي روغتون کې بستري و

د بلوچانو ۸۸ کلن ملتپاله مشر نواب خير بخش مري له اوږدې ناروغۍ وروسته د کراچۍ په يوه شخصي روغتون کې ومړ.

د نواب خير بخش مري زوی مهران مري بي بي سي ته د خپل پلار مړينه تاييد کړه، ويې ويل چې کورنۍ يې د درملنې لپاره بهر ته د استولو هڅه وکړه، خو حکومت اجازه ور نه کړه.

مهران مري ويلي، تلويزيوني معاينات، د وينې نمونې او د ايم آر آی ازموينو په ګډون يې ټول راپور وليکه او له هېواده بهر ډاکټرانو سره يې اړيکه ونيوله.

دی وايي ډاکټرانو ورته وويل، که د پلار درملنه يې وځنډول شي نو ښايي پښتورګي يې فعاليت پرېږدي او ساه لنډي يې زياته شي.

د نواب خير بخشي زوی ادعا وکړه د پاکستان حکومت هره ممکنه هڅه کوله له هېواده بهر د ده د استولو په لار کې خنډونه پيدا کړي.

مهران تور ولګاوه چې نواب اکبر بګټي په بمونو ووژل شول او نواب مري يې د درملو له لارې وواژه.

نواب خير بخش مري چې د جمعې پر ورځ په يوه شخصي روغتون کې بستري شو، له تېرو څو کلونو راهيسې په کراچۍ کې اوسېده.

دی په رسنيو کې ډېر کم را څرګندېده او په وروستي ځل هغه مهال راڅرګند شو، چې پخوانۍ لومړۍ وزيره بينظير بهټو د ده د زوی بالاچ مري د مړينې لپاره خواخوږۍ ته ورغلې وه.

د نواب خير بخش مري درې زامن ګزين مري، حربيار مري او مهران مري له هېواده بهر اوسېږي او يو زوی يې، چنګېز مري په بلوچستان کې د مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر دی.

نواب خير بخش مري وړاندې ويلي، چې چنګېز مري د ده د جايدادونو میراث وړی شي، نه سياسي ميراث.

ورته مطالب