شمالي وزیرستان کې ډرون ۱۶ کسان وژلي دي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د پاکستان حکومت ظاهرآ د ډرون بريدونو پر ضد اعتراض کوي

د پاکستاني چارواکو په وينا د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو دوو بريدونو لږترلږه ۱۶ کسه وژلي دي.

دا په ۲۰۱۴ کال کې په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو لومړی بريد دی.

د معلوماتو له مخې د چارشنبې په شپه د شمالي وزيرستان په درګاه منډي کلي کې د بې پيلوټه/ ډرون يو بريد وشو او بل بريد تېره شپه ميرانشاه سره نژدې د ډانډې درپه خيل سيمه کې وشو.

د امريکا ډرون بريدونه له هغه درې ورځې وروسته کېږي چې وسلوالو د کراچۍ پر هوايي ډګر منظم بريدونه وکړل.

د کراچۍ په بريد کې د بريدګرو په ګډون له ۳۰ زيات کسان ووژل شول.

د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد مسووليت لومړی د پاکستان د طالبانو تحريک پر غاړه واخيست او وروسته د ازبکستان اسلامي غورځنګ د بريد پړه پر غاړه واخیسته.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې امريکايي الوتکو تېره شپه د دانډې درپه خيل سيمه کې شپږ توغندي وتوغول، چې په پايله کې يې ۱۰ کسه ووژل شول.

يوه ځايي امنيتي چارواکي دغه اژانس ته ويلي، درې ډرون الوتکو هغه مهال شپږ توغندي وتوغول، چې په شمالي وزيرستان کې اورپکي له يوه کور نه بهر ولاړ وو.

د امنيتي چارواکو په خبره د وسلوالو دوو موټرو ته هم زيان اووښتی دی.

د دې کال په مارچ مياشت کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا د ډرون بريدونو په اړه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د بې پيلوټه الوتکو د کارولو په برخه کې نړیوال قوانين په پام کې ونيسي.

په پاکستان کې ډرون بريدونو کې د ولسي خلکو وژل کېدل له ډېر وخت راهيسې يوه جنجالي موضوع ده.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو بريدونو پر وړاندې اعتراض کوي او دا د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه بولي.

حکومت دغه راز ډرون بريدونه د ترهګرۍ ضد جګړې پر وړاندې د ګټې پر ځای زيان بولي، خو امريکا د ډرون بريدونه د ترهګرۍ خلاف جګړه کې کارنده بولي.

په پاکستان کې د امريکايي الوتکو د بريدونو سلسله له څو کلونو راهيسې روانه ده.

په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود، حکيم الله مسعود، ولي الرحمن، مولوي نذير او قاري حسين پرته د طالبانو او القاعدې مشران او عام خلک وژل شوي دي.

ورته مطالب