شمالي وزيرستان کې جېټ الوتکو ۳۰ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان جنګي الوتکې له تېرو څو ورځو راهيسې په قبايلي سيمو بريدونه کوي

د پاکستان پوځ ويلي چې په قبايلي سيمو خيبر ايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د پوځ د هوايي بريدونو له امله ۳۰ توندلاري وژل شوي دي.

د پاکستان د عامه اړيکو څانګې له لوري په خپره شوې يوه وينا پاڼه کې ويل شوي، په شمالي وزيرستان د پاکستان جېټ الوتکو د شپې مهال د سخت دريځو مرکزونه په نښه کړي دي.

په وينا پاڼه کې ويل شوي چې جنګي الوتکو د حسو خيل په سيمه کې د بمبارۍ په مهال درې مرکزونه ويجاړ کړي او ۲۰ توندلاري يې وژلي دي.

دوی دغه راز وايي جېټ الوتکو له افغانستان سره پر پوله خيبر ايجنسۍ کې هم د وسلوالو دوه مرکزونه ويجاړ کړي دي.

د پاکستان د عامه اړيکو څانګه وايي دغه بمباري د شپې دوه بجې شوې ده.

تر اوسه په خپلواک ډول د حکومت د دغو ادعاو پخلی نه دی شوی او نه هم وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

دوی وايي په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په هغو سيمو کې بمبار شوی، چې هلته خلک نه اوسېږي.

له دې مخکې د پاکستان پوځ ويلي و، چې په شمالي وزيرستان کې د ميرانشاه، مير علي او دته خيل مخورو د پوځي عملياتو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په شمالي وزيرستان کې د توندلارو پر ضد د عملياتو د جاج اخيستو لپاره پېښور ته لنډ سفر کړی و.

بل خوا په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو له امله له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی ډېری اوس د کرک، ډېره اسمعيل خان، بنون او نورو شاوخوا سيمو ته کوچېدلي دي، چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

ځايي اوسېدونکي وايي په ميرانشاه او ميرعلي کې موټر نه شته او ډېری خلک کډه پر سر پياده له خپلو کورونيو سره د جګړې له سيمې ځان باسي.

ورته مطالب